د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف له امریکايي چارواکو سره ولیدل


نواز شریف له امریکايي چارواکو سره ولیدل
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

ټاکل شوی ده چې د پاکستان صدر اعظم نواز شریف سبا د چهارشنبې په ورځ په سپینې ماڼې کې د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما سره وگوري. دا به د دواړو مشرانو لومړی لیدنه وي. تمه کیږي چې د پاکستان صدراعظم به په هغو مسلو باندې خبرې وکړي چې د اسلام اباد او واشنگتن ترمینځ د اړیکو د خړپړتیا سبب گرځیدلي دي. د سپینې مانې په وینا د صدراعظم نواز شریف او جمهور رئیس بارک اوباما لیدنه په داسې حال کې کیږي چې د اسلام اباد او واشگتن دوه اړخیزې اړیکې مخ په ښه کیدو دي. د سپینې ماڼې ویاند جې کارني په یوه خبري کنفرانس کې د پاکستان او امریکا اړیکې ډیره مهمې وبللې چې په حقیقت کې ډیر پیچلتیا هم لري، ښاغلي کارني زیاته کړه په تیره کله چې د امریکا د ملي امنیت او د امریکایي وگړو د خوندي توپ خبره رامنځ ته کیږي دا اړیکې ډیرې با ارزښتې دي.

XS
SM
MD
LG