د لاس رسي وړ اتصالات

احدي: ټاکنو د کمیسیون پرېکړه عادلانه او شفافه نده


ډاکټر انوارالحق احدي
ډاکټر انوارالحق احدي
انوارالحق احدي چې ځان یې د جمهوري ریاست ټاکنو ته د نوماندۍ لپاره د ټاکنو له کمیسیون سره ثبت کړی وو او تېره ورځ د ټاکنو کمیسیون د هغه نوم د جمهوري ریاست د کاندیدانو په لومړني لست کې اعلان نه کړ، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ټاکنو د کمیسیون د اعلان په غبرګون کې وویل چې دا کار ناروا دی او خپل اعتراضات یې د ټاکنو د شکایتونو له کمیسیون سره ثبت کړي دي.

ښاغلي احدي وویل، چې د ټاکنو د کمیسیون له خوا نه په کتبي ډول او نه هم په شفاهي بڼه د کاندیداتورۍ نه د هغه د نوم د حذفولو دلایل ورته وړاندي شوي دي او دی نه پوهېږې چې ولې د ټاکنو کمیسیون دده نوم له ابتدائي لست نه لرې کړی دی.

ډاکټر انوارالحق احدي چې د جمهوري ریاست د څوکۍ د ګټلو په خاطر یې د سوداګرۍ وزارت پرېښی دی، وویل چې پدې کار د ټاکنو کمیسیون خپل اعتبار له لاسه ورکوي او د ټاکنو په تړاوو شفافیت تهدیدوي.

ښاغلي احدي د امریکا غږ د پوښتنې په تړاوو چې ولې کمیسیون ورسره داسې چلند کړی دی او ایا د کمیسیون دا چلند د هغه په برخه کې سیاسي وو ؟ وویل :

”زما په مورد د کمیسیون پرېکړه بله انګیزه لري، دا چې دا منفي انګیزه د چا له خوا وه ثابته به شي، دا به معلومه شي چې دا خرابي چا کړې ده، دا منفي اعمال د نفوذ څنګه شوی دی، خو ما سره ثبوتونه نه شته، خو ما سره کمیسیون ناروا کړې ده، په خلکو غږ کوم چې ټاکنې باید حقیقي وي او د ګوډاګي کمیسیونونو مخه باید ونیول شي”.

دوه ګونی تابعیت

یو له هغو دلایل چې د ټاکنو د کمیسیون مشر ډاکټر احمد یوسف نورستاني د کاندیدانو د ابتدائي لست د اعلان په مهال د سې شنبې په ورځ یاد کړ، هغه د حذف شویو کاندیدانو په تړاوو د هغوی د دوه ګوني تابعیت مسئله وه.

خو ډاکټر انوارالحق احدي وویل، دی نه دوه ګونی تابعیت لري او نه هم د کوم پاسپورټ ورسره شته، هغه وویل که څه هم کمیسیون ورته د لرې کېدو دلایل ندي وړاندې کړي او که کمیسیون پدې دلیل چې دی په خپله د کوم بل هیواد تابعیت لري او پرېکړه یې کړې وي، نو د ډاکټر احدي په ويناء د کمیسیون دا کار د شرم خبره ده.

ښاغلي احدي وویل :

”زه غواړم په صراحت ووایم، ما د کوم بل هیواد تابعیت ندی لرلی، د مهاجرت په وخت کې د افغانستان په پاسپورټ په امریکا کې مې د طول المدت ویزې نه کار اخېستل خو د امریکا پاسپورټ مې ندی اخېستی، که کمیسیون د تابعیت په مسئله زه له ابتدائي لست ویستی یم نو دا د خجالت وړ مسئله ده او د هغوی بې مسؤلیتي د اندېښنې وړ ده”.

د ملاتړو کارتونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، یو لړ داسې احتمالي نوماندانو هم ورسره نومونه ثبت کړي وو چې د سل زره ملاتړو کارتونه یې نه وو پوره کړي، کمیسیون تېره ورځ وویل د ځینو کاندیدانو په اسنادو کې ستونزې وې.

خو انوارالحق احدي د ځان په تړاوو دا دلیل هم نه مني وايي، چې سل زره د ملاتړو کارتونه یې کمیسیون ته سپارلي او که کمیسیون ددغو کارتونو په تړاوو ستونزې لرلی باید ورته یې خبر ورکړی وای چې نور کارتونه یې هم ورته سپارلي وای.

ښاغلي احدي وویل، دوی د شکایتونو کمیسیون پرېکړې ته انتظار باسي او پلویانو یې د لویو لاریونو تابیاووې نیولي دي، د هغه په ويناء خپل راتلونکي اقدامات به د شکایتونو د کمیسیون پرېکړو ته و ځنډوي.

ټیفا

بل لورته د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ یا ټیفا هم د کاندیدانو د اسنادو د څېړنې د بڼې په تړاوو اندېښنه ښودلې ده.

ددغه بنسټ نه امریکا غږ ته په راغلې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د ټاکنو کمیسیون دې له ابتدائي لست نه د کاندیدانو د ویستلو دلایل په واضح ډول خلکو او کاندیدانو سره شریک کړي، ترڅو راپورته کېدونکې اندېښنې اوارې شي.

ټیفا د ټاکنو له کمیسیون غوښتي چې د بررسۍ په موده کې دې د مدني ټولنو ناظرینو او استازو ته هم د څارنې په اړه اجازه ورکړي.

د ټاکنو کمیسیون رهبرۍ تېره ورځ وویل چې ددغه لست په تړاوو چې هر کاندید شکایت لري د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون سره دې درج کړي او هغوی به یې غوښتنو او شکایتونو ته رسیده ګي وکړي.
XS
SM
MD
LG