د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته د تنکیو ماشومانو د قاچاق مخه نیول شوې


د لغمان ولایت امنیتي مسولین وايي چې دوي شل داسې ماشومان نیولي دي چې یوه سړي پاکستان ته قاچاقي رسول ترڅو هلته ورته د ځانمرګه بریدونو روزنه ورکړل شي او بیرته افغانستان ته د تخریبي اعمالو دپاره ولېږلی شي.

د لغمان ولایت امنیتي مسولین وايي چې دغه ماشومانو د شپږو نه نیولې تر لسو کالو پوري عمرونه لري.

د افغانستان د ختیځ ولایت لغمان امنیتي مامورین وايي چې دوي د چارشنبې په ماښام شل داسې واړه ماشومان نیولي دي چې د ځان مرګي حملو دپاره پاکستان ته وړل کیدل.

د لغمان ولایت د ملي امنیت ویاند نصرت الله وايي چې دغه ماشومان چې په اصل کې د نورستان ولایت دي د عثمان په نوم یو کس چې په خپله هم د نورستان اوسیدونکی دی د مختلفو ځایونو نه را غونډ کړي وو او د پاکستان په لور یې وړل.


ښاغلی نصرت الله زیاتوي چې دغه ماشومان له برمته کونکي سره د لغمان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

د لغمان ولایت امنیتي مسولین وايي چې دغه ماشومان د پاکستان دیني مدرسو ته وړل کیدل او هلته بیا د ځان مرګي حملو دپاره تیارېدل ترڅو بیرته افغانستان ته ستانه شي او تخریب وکړي.

نوموړی وايي چې دا ماشومان اوس د نورستان د سولې شورا ته سپارل شوي دي چې خپلو کورنیو ته یې ورسوي.

بلخوا د نورستان د سولې د ولایتي شورا یو غړی ښاغلی عبیدالله وايي چې دوي هم داسې ګومان کوي چې دغه ماشومان به پاکستان ته د تروریستي روزنې دپاره وړل کیدل.

د یادونې وړ ده چې دوه کاله پخوا هم دې ته ورته پیښه د کونړ په ولایت کې شوې وه او نورستان نه پاکستان ته وړل کیدونکي ماشومان په کونړ ولایت کې پولیسو نیولي وو.
XS
SM
MD
LG