د لاس رسي وړ اتصالات

سفیر کننګهم قضائي صلاحیت د امریکا مهمه غوښتنه ده


په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم
په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم
په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم وايي، د امریکا او افغانستان ترمنځ په امنیتي تړون کې د امریکايي عساکرو قضائي صلاحیت د امریکا مهمه غوښتنه ده چې دا تړون پرې بشپړیږي .

سفیر کننګهم چې د چهارشنبې په ماذدیګر په کابل کې د امریکا په سفارت کې خبریالانو سره خبرې کولې، وویل د امنیتي تړون په سند کې د امریکايي عساکرو د قضائي صلاحیت واک د امریکا عدلي ارګانونو ته ورکړل شوی دی.


سفیر کننګهم وویل که په امنیتي تړون کې د امریکايي عساکرو چې له دوه زره او څوارلسم کال وروسته په افغانستان کې پاتې کیږي، قضائي صلاحیتونه و نه نغاړل شي نو هغه څه به ناممکن کړي چې دوی یې له افغانستان سره کوي.

سفیر کننهګم وویل:

‪"‬زه پوهېږم دا حساسه مسئله ده، جمهور رئيس کرزي لويې جرګې ته پرېښې چې پرې مشورې وکړي، ددې احترام کوو، سند امریکايي عدلي ادارو ته د امریکايي عساکرو په تړاوو قضائي صلاحیت ورکړی دی، دا زمونږ مهمه غوښتنه ده چې تړون پرې بشپړیږي، دا حقیقت دی که دا مسئله تړون را ونه نغاړي هغه چې مونږ یې تمه لرو افغانستان سره اینده کې وکړو، دا به ناممکنه کړي.‪"‬

امریکايي عدلي ارګانونو ته د امریکايي عساکرو د قضائي صلاحیت واک او په افغانستان کې دداسې امریکايي عساکرو نه محاکمه چې خلاف کار یې کړی وي، هغه موضوع ده چې لويه جرګه به پرې بحثونه کوي، دا جرګه په پام کې ده د نومبر په نوولسمه او شلمه په کابل کې دایره شي.

د امریکا سفیر وویل، هیڅ امریکايي عسکر چې د جرم مرتکب شوی وي، معاف ندی بلکې هر کال امریکا په زرګونو خپل عساکر چې جرمونه یې کړي وي، تر عدلي تعقیب لاندې نیسي.

خو په افغانستان کې د امریکا تر سفیر وړاندې، امریکايي سناتور او د امریکا د سنا د مجلس د پوځي کمېټې مشر کارل لیون ویلي وو، له افغانستان سره د امریکا راتلونکې مرستې د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي تړون په لاسلیک کولو پورې تړلي دي.

سفیر کننګهم د سناتور لیون د خبرو په توضیح کې وویل، د امریکا ټول امنیتي پلانونه او هغه مرستې چې افغان امنیتي ځواکونو سره به یې کوي، دغه امنیتي تړون ته ایسارې دي.

هغه وویل که توافق ته و نه رسیږي نو امنیتي مرستې نه شي برابرولی، هغه وویل دا یوازې د پیسو او تجهیزاتو ورکړه نده بلکې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او سلا مشورو موضوعات هم شامل دي.

سفیر کننګهم وویل :

‪"‬مونږ توقع لرو چې خلک او لویه جرګه دا مهم سند درک کړي، دا د افغانانو خپل کار دی.‪"‬

د امریکا سفیر و نه ویل چې د امنیتي دوه اړخیزه تړون لپاره بل وروستی ټاکلی وخت لري، هغه وویل تمه یې ده چې دا تړون د لويي جرګې له مهالوېش وروسته ژر خلاص شي.

سفیر کننګهم دا هم وویل چې امنیتي تړون یې له افغانستان سره، د افغانستان د ګاونډیو او سیمې لپاره تهدید نه دی، بلکې په ويناء یې د افغانستان له یوه ګاونډي پرته له نورو هیوادونو سره یې چې مذاکرې کړي دي، هغوی د امریکا له حضور خوښي ښودلې ده.
XS
SM
MD
LG