د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې د عالي شورا هیئت به د ملا برادر سره وګوري


د افغانستان، پاکستان او بریتانیا ترمنځ په لندن کې درې اړخیزه غونډه وشوه
د افغانستان، پاکستان او بریتانیا ترمنځ په لندن کې درې اړخیزه غونډه وشوه
د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي به د طالبانو د مشر ملا عبدالغني برادر سره وګوري.

دغه پریکړه د افغانستان، پاکستان او بریتانیا په هغه درې اړخیزه غونډه کې شوې ده چې په لندن کې جوړه شوې وه.

د افغانستان د جمهوري ریاست نه په یوې خپرې شوې خبرپانې کې راغلي دي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا یو هیئت به په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي او هلته به د طالبانو د مشر ملا برادر سره وګوري.

دغه څلورم ځل دی چې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا ترمنځ درې اړخیزه غونډه کیږي. د غونډې کوربه د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کیمرون و.

ملا برادر ته د طالبانو د ډیر مهم مشر په سترګه کتل کیږي. هغه په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا د کراچۍ په ښار کې ونیول شو.

د کلنو بند نه ورسته، تیره میاشت پاکستان ملابرادر خوشي کړ خو د افغانستان حکومت بیا شکایت وکړ چې د هغه یو مشخص ادرس هم نه لري. او د سولې په خبرو کې د رول د لوبولو لپاره باید هغه ته «بشپړه آزادي» ورکړل شي.

د افغانستان حکومت هیله کوي چې د ملابرادر به د طالبانو سره د سولې په خبرواترو کې لوی نقش ولوبوي. د افغانستان د سولې عالي شورا، چې د طالبانو سره د سولې د خبرواترو مسولیت یې په غاړه دی، په لندن کې د درې اړخیزې غونډې د پریکړې هرکلی کړی دی.

د افغانستان د سولې د پروسې نه علاوه، د دغو درېیو مشرانو ترمنځ په دغه غونډې کې پر امنیت او پراختیايي چارو هم خبرې وشوي.

په درې اړخیزه غونډې کې، ولسمشر کرزي د پاکستان صدراعظم نواز شریف ته کابل ته تګ بلنه ورکړه او ښاغلي شریف ومنله چې په راتلونکو اونیو کې کابل ته سفر وکړي.

خو دا معلومه نه ده چې پاکستان به د نیویارک ټایمز د ورځپانې پرونی راپور ته څه ډول عکس العمل وښيي. نیویارک ټایمز لیکلي و چې د افغانستان استخباراتي ادارو پلان درلود چې د پاکستاني طالبانو سره کار وکړی او دوی د پاکستان په ضد استعمال کړي.

نیویارک ټایمز دغه خبره د دوو افغان چارواکو له خولې کړې ده. تیره اوونۍ، امریکايي ځواکونو د پاکستاني طالبانو یو مشر لطیف مسید په لوګر کې ونیوی.

اقتصادي وده او پانګه اچونه

د افغانستان د جمهوري ریاست د خبرپاڼې په اساس، په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت او ترانزیت پر پراختیا او د افغانستان نه پاکستان ته د منځنۍ اسیا د بریښنا او ګازو پر انتقال هم خبرې وشوي.

لندن ته په خپل سفر کې ولسمشر کرزي د اسلامي هیوادونو په اقتصادي مجمع کې هم ګډون وکړ او خپله وینا یې واوروله. هغه د افغانستان د راتلونکي اقتصادي پلانونو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او هغوی ته یې په افغانستان کې د پانګه اچولو بلنه ورکړه.

ښاغلي کرزی وویل: «موږ هڅه کوو چې د بدلون په لسیزه کې، چې د ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۲۴ کاله پورې ده، خپل اقتصاد لږترلږه د درېیو لارو نه پیاوړی کړو. لومړی، د کرهنې او د کرهنې د تولیداتو د تجارت برخې ته به توجه کوو چې د [افغانستان] تر ۶۰ فیصدو نه ډیر خلګ پکښې کار کوي.

«په دغه برخې کې د ډیرې زیاتې ودې او د کار موندنې فرصتونه شته. دوهم افغانستان ډیر کانونه لري چې ارزښت یې ټریلیونو ډالرو ته رسیږي. . . . . موږ اوس هم د یو شمیر [بهرني او داخلي] دولتي او غیردولتي شرکتونو سره [د کانونو د رایستلو] په برخې کې قراردادونه لرو. او درېیم، د توکیو په کنفرانس کې تر ۲۰۱۵ کاله پورې د ۱۶ میلیارد ډالرو د مرستې ژمنه وشوه.»

هغه همداراز دا خبره هم وکړه چې اسلامي هیوادونه، د اقتصادي همکاریو او عصري علومو د زده کړې له لارې کولای شي چې په نړیواله کچه په لوی اقتصادي قوت باندې بدل شي.

ولسمشر کرزي دغه خبرې داسي مهال کړې دي چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به نړیوال ځواکونه له افغانستان نه ووځي.

د پراختیايي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره به اقتصادي مرستې هم کمې شي. یو شمیر نور بیا په دې نظر دي چې په افغانستان کې به بې ثباتي ډیره شي.
XS
SM
MD
LG