د لاس رسي وړ اتصالات

لیوال: پاکستان د برتانیې د ستراتیژیکو اهدافو ممثل دی


Ghafoor Liwal
Ghafoor Liwal
افغان ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان صدراعظم نواز شريف اود برتانیي لومړي وزير ډيوېد کيمرون په لندن کې د سولې، ثبات او سيمه ايزې پراختيا په هکله هر اړخيزې خبرې کړي .

په خبرو کې دا هم ويل شوي چې د افغانستان د سولې پلاوی به په پاکستان کې له ملا عبدالغني برادر سره وگوري.

په يادې غونډې کې د سرحدي سيمو پر امنيت،د ترهگرو د پناه ځايونو په له منځه وړلو او د نورو گډو پراختيايي پروژو د کار پر پيليدو خبرې او ژمنې وشوې.

دا چی د کړو ژمنو عملي کيدو او د تيرو غونډو نتايجو ته په کتو افغانان بايد له دی غونډې څومره طمع ولري؟د سيمه ايزو مطالعاتو د مرکز مشر او سياسی شنونکې عبدالغفور ليوال د نوشابې آشنا سره په مرکې کې ددې پوښتې ځواب داسې ورکړ.


" افغانان د تيرو تجربو نه داسي خاطره لري چی د افغانستان او پاکستان تر منځ د مناسباتو ماهيت ديپلوماتيک نه دی نو ځکه یي پداسی سياسي او ديپلوماتيکو غونډو کی د حل ډيره لاره چاره او امکان سړې نشي ليدې، ځکه هغه لاسوهنه چی د پاکستان له خوا په افغانستان کی عنوانيږی خلک فکر کوي چی دا ډيره سري، پټه او استخباراتی مداخله ده ."

د پوښتنې بشپړ ځواب دلته اوریدلای شئ.
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:34 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG