د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتيکا په يوه جومات کې چاودنه شوې


ارشیف
ارشیف
د پکتيکا ولايت د خيرکوټ په ولسوالۍ کې په يوه جومات کې تېر ماښام د لمانځه پر مهال پر محلي پوليسو چاودنه شوې، درې محلي پوليس يې وژل او يو يې ټپي کړی دی.

د ريموټ کنترول دغه بم تېر ماښام د پکتيکا ولايت د خيرکوټ په ولسوالۍ کې پر محلي پوليسو داسې مهال چاودلي، چې محلي پوليس پر لمانځه ولاړ وو.

د پکتيکا امنيې قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ امريکاغږ ته وويل، چې چاودېدونکي مواد له مخکې په جومات کې ځای پرځای شوي وو او د لمانځه پر مهال د ريموټ په وسيله چول شوی دی.

قوماندان دولت خان ځدراڼ وايي، چې د دغه بم په چاودنه کې درې محلي پوليس ځای پر ځای وژل شوي او يو بل سخت ژوبل دی، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

هغه زياته کړه، چې په چاودنه کې ملکيانو ته ځکه کوم زيان ندی اوښتی، چې دوی لمونځونه تر مخه کړي وو، خو وايي، جومات تر ډېره تخريب شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو څو مياشتو کې په پکتيکا، خوست، ننګرهار او لوګر کې په جوماتونو کې يو لړ بمي چاودنې او وسله وال بريدونه شوي، چې يو شمېر کسان يې وژلي او ټپيان کړي وو.

تېره اوونۍ په خوست او ننګرهار کې د يو لړ غونډو پرمهال د ديني عالمانو او دغه د نورو خلکو له لوري په افغانستان کې پر جوماتونو بريدونه وغندل شول او دا يې د اسلام خلاف عمل وباله.

تر اوسه د پکتيکا د خيرکوټ په ولسوالۍ کې په جومات کې د شوې بمي چاودنې مسووليت چا پرغاړه ندی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

د يو بل خبر له مخې په کابل کې د ملي امنيت څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پکتيا په ولايت کې يې يو لارۍ موټر، چې له ۵۰ ټنه چاودېدونکو مواد بار و، نيولی دی.

خبرپاڼه زياتوي، چې چاودېدونکي مواد د سون په لرګيو پټ شوي وو او مخکې له دې، چې هدف ته ورسېږي، د استخباراتو د مامورينو له لوري کشف او ناکاره شو.

دغه راز د کابل کندهار پر لویه لار د یوې ترافيکي پېښي په ترځ کې د یوه خبریال په ګډون څلورتنه وژل شوي او یوتن ټپي دی .

پېښه نن سهار وختي د زابل او غزني ترمنځ د ( پښ کندي ) په سیمه کې رامنځ ته شوې.

د غزني دامنیت امر اسدالله انصافي امریکا ږغ ته وويل چې د يوه تیز رفتاره او مسافروړونکې ۳۰۳ موټر ترمنځ ترافيکي پېښه شوې چې په ترڅ کې ۴ تنه وژل شوي او يوتن ټپي شوی دی
دی زیاته وي چي په پېښه کې يوازي د کرولا موټر سپرلۍ زیانمنه شوې او د ۳۰۳ موټر سپرلۍ ته هیڅ ډول زیان ندی رسیدلی

په وژل شویو کسانو کې په کندهار کې د میرمن په نوم د سیمه ييزي رادیو خبریال عبدالمتین بریال هم وژل شوی .

د نوموړي د کورنۍ غړي وايي چي له بریال سره د کورنۍ دوه نور غړي هم پدغه ترافیکي پېښه کې وژل شوي.

د کابل کندهار لویه لار د ترافیکي پېښو له پلوه تر ټولو خونړۍ لار ده چې کنډ کپر سړک ، نړيدلي پلونه او پلچکونه او د موټر چلونکو بې احتیاطي د ترافیکي پېښو د رامنځ ته کیدو اساسي لاملونه بلل کیږي .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG