د لاس رسي وړ اتصالات

د نیویارک د ښار او ویرجینیا انتخابات دیموکراتانو وګټل


په ویرجینیا کې د دیموکراتانو کاندید تیري میکالېف انتخابات وګټل او ددغه ایالت والي شو
په ویرجینیا کې د دیموکراتانو کاندید تیري میکالېف انتخابات وګټل او ددغه ایالت والي شو
د امریکا په یو شمیر ایالتونو او ښارونو کې د والیانو او ښاروالانو د انتخاب لپاره د سې شنبې په ورځ رایې واچول شوي.

ویل کیږي چې کیدای شی دغه انتخابات د کانګرس لپاره د ۲۰۱۴ کال او د ولسمشرۍ لپاره د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو اغیزه وکړي.

واشنګټن دي سي ته نږدې، د ویرجینیا په ایالت کې هم د والي د ټاکلو لپاره انتخابات وشول. په دغه ایالت کې، د دیموکرات ګوند غړی تیري میکالېف ((Terry McAuliffe خپل جمهوري غوښتونکی سیال څارنوال کین کوچینعلي ته ماته ورکړه.

څارنوال کوچینعلي د جمهوري غوښتونکو د مخافظه کارې ډلې ټي پارټۍ د خوښي کاندید و او د اوباما د صحي پروګرام سره یې مخالفت درلود.

په عین وخت کې، دا د تیرو ۲۰ کلنو راهیسې، لومړی ځل دی چې د نیویارک ښاروال به یو دیموکرات وي. د نیویارک د ښاروالۍ په انتخاباتو کې دیموکرات کاندید بل دې بلاسېیو خپل جمهوري غوښتونکي سیال ته ماته ورکړه. هغه به د اوسني ښاروال، مایکل بلومبرګ ځای ونیسې.

د نیو جرسي په ایالت کې جمهوري غوښتونکي والي کرس کرسټي (Chris Christie) په اسانۍ سره سناتورې باربارا بوونو ته، چې د دیموکراتانو کاندیده وه، ماته ورکړه او د دوهم ځل لپاره د دغه ایالت د والي په توګه انتخاب شو.

د امریکا په نورو لویو ښارونو کې، لکه اتلانتا، باسټن، دیټرایټ، هاسټن او میامي کې هم خلګو ښاروالان انتخاب کړل.

په امریکا کې سیاسي کارپوهان غواړي د پرونیو انتخاباتو د نتایج نه د نوي کال د استازو د جرګې د انتخاباتو نتایج معلوم کړي. په ۲۰۱۵ کال کې به د استازو د جرګې یا د امریکا د ولسې جرګې د ټولو ۴۳۵ څوکیو لپاره انتخابات وشي. همداراز به د سنا د ۱۰۰ څوکیو د درېیمې حصې لپاره هم انتخابات وشي.

ټي پارټۍ او سرنوشت یې

د دیموکراتانو لپاره ستراتیژي جوړونکی، تډ ډیووین ((Tad Devine وايي چې د ټي پارټۍ د غړو سازش نه کول، کیدای شي چې د دیموکراتانو د کاندید، میکالېف په نفع تمام شوی وي.

ښاغلی ډیووین وايي: «اصلا دوی وویل: ګوری، موږ سازش نه کوو؛ حتا که دغه په دې مانا هم وې چې امریکا د خپلو پورونو په ورکولو کې پاته راشي؛ حتا کې دولتي ادارې وتړل شي، خوموږ سازش نه کوو. او اوس د حکومت د چلوولو او د اقتصاد سره د چلند په اړه، د ټي پارټۍ وړاندیزونه د عمل په میدان کې وازمویل شول.»

د جمهوري غوښتونکو لپاره ستراتیژي جوړونکی فورډ اوکانل ((Ford O'Connell بیا زیاتوي چې د ټي پارټۍ دریځ، دغه ډله په یو داسي حالت کې اچولې ده چې کیدای شي خپل نفوذ او ملاټر له لاسه ورکړي، البته که چیري دوی خپل پخواني سیاست ته، چې د اختلاف سیاست دی، خاتمه ورنکړي.

ښاغلی اوکانل وویل: «۲۰۱۴ کال به د ټي پارټۍ لپاره یا خو د بریا او یا هم د ناکامۍ کال وي. په تیره بیا چې کار، پور او د اوباما صحي پروګرام رایه ورکوونکو ته مطرح مسایل دي. او که چیري ټي پارټۍ نه غواړي چې له مینځه لاړه شي نو باید اوږدمهالې ستراتیژۍ ولري.»

خو که له یوې خوا د نیویارک د ښاروالۍ، او د ویرجینیا د والي د مقام لپاره په انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکو ماته وخوړله، له بلې خوا د نیوجرسي په ایالت کې جمهوري غوښتونکی والي کرس کرسټي د دوهم ځل لپاره د والي په توګه انتخاب شوی دی.

د ښاغلي کرسټي په اړه ویل کیږي چې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره به هغه د جمهوري غوښتونکو یو مخکښ کاندید وي. هغه تیر کال، د سینډي د توپان نه ورسته، نیوجرسي ته د ولسمشر اوباما د ورتګ هرکلی وکړ.

ښاغلي کرسټي خبریالانو ته وویل چې د هغه بریا باید په واشنګټن کې د کانګرس غړو ته یو شه سبق وي.

والي کرس کرسټي وویل: «زه پوهیږم چې نن شپه مایوسه امریکایانو، په واشنګټن کې په بې کاره حکومت باندې په غصه دي. . . . اجازه راکړی چې زه ټولو ته، چې نن شپه موږ ویني، ووایم چې په حکومت کې زموږ لومړنۍ وظیفه دا ده چې خپل کار پای ته ورسو او تر هغو چې زه والي یم موږ به خپل کار تل پای ته رسو.»
XS
SM
MD
LG