د لاس رسي وړ اتصالات

امام علي رحمان د تاجکستان ولسمشرۍ ته بیا ولاړ دی


که چیري د تاجکستان برحاله ولسمشر ښاغلی رحمان دا ځل انتخابات وګټي نو د ۷ نورو کلنو لپاره به ولسمشر شي.
که چیري د تاجکستان برحاله ولسمشر ښاغلی رحمان دا ځل انتخابات وګټي نو د ۷ نورو کلنو لپاره به ولسمشر شي.
پر تاجکستان له دوه لسیزو واکمنۍ وروسته امام علي رحمان بیا ولسمشرۍ ته ولاړ دی. تاجکستان د منځنۍ اسیا د هغو هیوادونو څخه دی چې کورنۍ امنیتي او سیاسي چارې یې په ټینگه څارل کیږي.

د امریکا غږ خبریاله زلاتیکا هوک وایي د اټکل له مخې داسې ښکاري چې برحاله ولسمشر امام علي رحمان به چې د اوږدی مودې راهیسې د روسیې ملاتړ ورسره دی، د اوه نورو کلونو لپاره هم خپل واک وغزوي.

څارونکي وایي په تاجکستان کې یواځې په نوم ټاکنې ترسره کیږي. د حکومت یواځنۍ ریښتني سیاسي مخالفه کاندیده، د بشري حقونو فعاله آیینه حال بابانظرووا، پدې ټاکنو کې له مبارزې څخه په دې منع شوه چې د ټول هیواد په کچه یې پنځه فیصده واجدې رایی ندي پوره کړي.

خو بابانظرووا وایي د هیواد حالات تیاره دي.
«اول خو د هیواد اقتصاد ډیر خراب شوی، دویم بشري حقونه، په ځانگړې توگه د بیان، مذهب او نورې ازادۍ په بشپړه توگه له مینځه تللي دي.»

په تاجکستان کې د جمهوري ریاست انتخابات
په تاجکستان کې د جمهوري ریاست انتخابات
​د تاجکستان نوي سلنه نفوس مسلمانان دي. بابانزرووا وایي په تاجکستان کې د بیان په ازادۍ بندیزونه به دا هیواد د اسلامي سخت دریځۍ سره مخامخ کړي.

«.. تاسې پوهیږئ چې دا ډیر بد حالت دی. موږ، ولس وایو چې په سیستم کې بدلون باید د ټاکنو له لاری رامنځ ته شي. موږ قانون ته درناوی کوو. خو ټولنه بیا د نورو هغو کسانو غوښتونکی ده چې ډیر سخت دریځه دي. نو که زموږ پرځای سخت دریځه کسان غوره کیږي، باید دولت په دې کار ملامت شي»

د روسیې له ملاتړ څخه برخمن برحاله جمهور رئیس امام علي رحمان د نونلس سوه دوه نويیم کال راهیسې د پخواني شوروي اتحاد پدې هیواد کې واکمن دی.

د هغه حکومت د سخت دریځې د مخنیوي په نیت په تاجکستان کې پر جوماتونو او مذهبي زده کړو کلک کنترول لري.

روسیه د اسلام پالو د اتحاد، ملت پالو او دیموکراتیکو ډلو په مقابل کې د امام علي رحمان د گوند ملاتړ کوي.

د تاجکستان د جمهوري ریاست انتخابات
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00


لویدیځوال ارزونکي وايي اوه کاله پخوا هم په ټولټاکنو کې ریښتینی سیالي نه وه، خو اکثره تاجکان داسی ښکاري چې دا کار جدي نه گڼي.

« فکر کوم زموږ جمهور رئیس یو ښه کاندید دی، ځکه هغه ډیره تجربه لري او په ریښتیا ډیر څه یې هیواد ته ترسره کړي. زه به ورته رایه ورکړم.»

د پخواني شوروي اتحاد د له مینځه تلو په نتیجه کې د رامنځ ته شوې کورنۍ جگړې په ترڅ کې نژدی و چې د تاجکستان اقتصاد چې د پنبې په کښت او المونیمو ولاړ دی، له مینځه لاړ شي.

که څه هم چې اقتصاد یې پدې وروستیو کلونو کې مخ په ودې دی خو بیا هم تاجکستان په منځنۍ اسیا کې یو له بی وزلو هیوادونو څخه دی.

اکثره تاجکان د ملک بهر مزدوري کوي او د هغوی لیږل شوی مزد یوازی د هیواد د کورنیو تولیداتو د ودی نیمه برخه جوړوي.

د نړیوال بانک په وینا، تاجکستان د نړۍ هغه هیواد دی چې اقتصاد یې په بهر کې د مزدورۍ کولو د عاید په پیسو ولاړ دی.
XS
SM
MD
LG