د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې د ماین چاودني ملکي کسان وژلي


ارشیف
ارشیف
د زابل مرکز ته نږدې د سړک دغاړي د ماین چاودني د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ ملکي کسان چې د درملني لپاره کلات ته روان وو وژلي دي .


په زابل کې د جمعې په سهار د ماین چاودنه د هغو کلیوالو د سپرلۍ پر موټر شوې چي له خپل کلي څخه کلات ښارته د درملني لپاره د تګ په حال کې وو .

په پېښه کې پنځه ميرمني ، دوه ماشومان او یو د کلي ملا امام شامل دی او درې تنه ټپیان نارینه دي .

پېښه د کلات ښار په شل کیلو میترۍ کې ختیځ لور ته د لوړو باکورزوو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده .

دغه کلیوالي سیمه د کابل – کندهار لويې لاري ته نږدې پرته ده .

د زابل د والي مرستیال محمد جان رسولیار امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې ماین تازه د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري د لاري پر سر ځای پر ځای شوی وو ، چي عام خلګ يې قرباني شوه.

“ نن سهاراته بجی دمرکز اړوند دباکورزوو په کلی کې یو ملکي سراچه موټردواټ دغاړي پرماین برابرشوی چی په پایله کی اته تنه ملکی هیوادوال شهیدان شوي ، په شهیدانو کی دیوه ملا امام په ګډون دوه ماشومان اوپنځه تنه ښځي شاملي دي ،دزابل ولایت مقام دابشری اواسلام ضد کړنه په سختو ټکو غندي اودا دوسله والو مخالفیننو کاربولي“ .

د پېښي درې واړه ټپیان د پولیسو له لوري د کلات مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي .

تر اوسه د دولت وسله والو مخالفینو د پېښي په اړه کومه تبصره نده کړې خو د امنيتي مامورینو په ګډون سیمه ييز اوسیدونکي وسله وال طالبان په پېښه کې ګرم بولي .

د سړک د غاړي ماینونه د ولسي وکړو د ژوند په وړاندي تر ټولو ستر ګواښ دی چي بشري فعالین يې د ملکي خوندیتوب په برخه کې زیات اندېښمن کړي .

تر دې یوازي دوې اونۍ مخکې د غزني په اندړو ولسوالۍ د ماین ورته پېښي د واده خوشالي په غم بدله کړه او ۱۸ تنه يې ووژل .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG