د لاس رسي وړ اتصالات

موسی زی: د سولې د شورا پلاوی اسلام اباد ته ځي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي ټاکل شوې ده چې ډیر ژر د افغانستان د سولې د عالي شورا یو هیت د طالبانو د یو پخواني مشر ملا عبدالغني برادرسره د لیدو کتلو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته ددغه هیت د سفر نیټه ونښودله.

هغه وویل چې افغان حکومت په پاکستان کې د ملا برادر د اوسیدلو سره مخالفت نلري خو زیاته یې کړه چې افغان حکومت په پاکستان کې ملا برادر ته بشپړه لاس رسی غواړي تر څو هغه د سولې په برخه کې خپل رول ادا کړي.


موسی زي وویل:


« د ملا برادر په هکله مهمه مسله داده چې په کار دي ملا برادر په یو ډول ازاد اوسي او یو ځانګړی ادرس ولري تر څو هغه د سولې په بهیر کې رول ولوبولی شي.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې افغانستان دا غوره ګڼي چې ملا برادر په افغانستان کې واوسیږي او د سولې په هڅو کې د افغانستان د سولې عالي شورا سره ګډ کار وکړي خو که ملا برادر د خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې اوسیدل غواړي، افغانستان ورسره مخالفت نلري.

جانان موسی زي د پاکستاني طالبانو د نوي مشر د ټاکل کیدلو په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې افغانستان به هیڅکله هم خپله خاوره د پاکستان په خلاف استعمال نکړي.

موسی زي وویل:

« دا به منصفانه نه اوسي چې په افغانستان باندې دا تور ولګیږي چې ګواکې افغانستان په خپله خاوره کې تروریستانو یا افراطیانو ته د موجودیت اجازه ورکوي او په ځانګړې توګه هغو تروریستانو ته چې وغواړي په یو ګاونډي هیواد باندې بریدونه ترسره کړي او یا ورته تاوان ورسوي.»

موسی زي وویل افغانستان د پاکستان سره د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې تل صادقانه همکارۍ ته چمتو وه او اوس هم چمتو دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون په باب د خبرو د دوام په هکله وویل چې تیره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ضرار احمد مقبل، د افغانستان او د پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازي د مرستیالې سره د شنبې په ورځ په کابل کې وکتل.

دوی د نورو مسلو سربیره د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي تړون او د مشورتي لويې جرګې د جوړیدلو او ددې جرګې د پریکړو په باب خبرې کړې دي.
XS
SM
MD
LG