د لاس رسي وړ اتصالات

په نشه يي موادو د روږدو شمېر ۱.۶ ملیونو ته لوړ شوی


د کابل په ده سبز کې د مخدره موادو سوځول
د کابل په ده سبز کې د مخدره موادو سوځول
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه يي موادو او جرایمو د ادارې یوې سروې ښودلې چې په مخدره موادو د معتادینو شمېر یو اشاریه شپږ ملیونو ته لوړ شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال جنرال باز محمد احمدي، په کابل کې د شل ټنه مخدره موادو د سوځولو په مراسمو کې وویل، د یو این او ډي سي د سروې په اساس له یو ملیون معتادینو نه، یو اشاریه شپږ ملیونو روږدو ته د شمېر لوړېدل، افغان حکومت سخت اندېښمن کړی دی.

باز محمد احمدي وویل په پام کې لري چې په کابل کې د مخدره موادو معتادین را غونډ کړي او د درملنې په مراکزو کې یې خوندي کړي.

له مخدره موادو سره د تېرو لسو کلونو د مبارزې یوې ارزونې چې د یو این او ډي سي له لورې د تېرې شنبې په ورځ خپره شوه، د معتادین د درملنې په برخه کې یې د افغان حکومت اقدامات ستایلي دي، راپور ویلي چې د معتادینو درملنه له یوه فیصده، پنځه اشاریه نهو فیصدو ته لوړه شوې ده، پدې ترتیب افغان حکومت په کال کې د یو ویشت زرو معتادینو درملنه کوي.

کابل د قاچاق عمده لار

د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت نن د کابل د ده سبز په سیمه کې شل ټنه مخدره مواد وسوځول، دا مخدره مواد د کابل له ښار او اړوندو سیمو ضبط شوي دي.

پدغو سوځول شويو مخدره موادو کې مورفین، هیروین، اپین، شیشه، چرس، الکولي مشروبات او کیمیاوي تیزاب چې اپين په هیروینو اړوي شامل ول.

د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي وویل چې کابل په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د مخدره موادو د قاچاق په عمده لارې بدل شوی دی.

ښاغلي باز محمد احمدي وویل :

‪"‬کابل په ۱۳۹۲ کې د مخدره موادو د قاچاق په عمده لارې بدل شوی، د افغانستان له شرق نه، جنوب لویدیځ ته د کابل نه قاچاق ډېر کیږي، داسې د شمال نه جنوب لویدیځ ته هم د مخدره موادو قاچاق زیات شوی دی، د پخوا کلونو په پرتله څو برابره دی.‪"‬

هغه وايي، په کابل کې به ژر چاڼیز عملیات وکړي، پدغو عملیاتو کې به هغه بانډونه په نښه کړي چې مخدره مواد ویشي او د قاچاقبرو سره مرسته کوي.

اندېښنې

چارواکي مخکې له دې چې د یو این او ډي سي سروې د ۲۰۱۳ کال په اړوند خپره شي، وايي پدغه کال کې د کوکنارو په کر او کښت زیاتوالی راغلی دی.

له مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت مرستیال ابراهیم ازهر وویل، که څه هم په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د مخدره موادو په کر او کښت زیاتوالی راغلی دی خو بیا هم افغان حکومت پړ نه دی.

دا سروې په پام کې ده چې ژر اعلان شي.

ددې ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال بیا وايي، دوی د ۲۰۱۴ کال وروسته چې د نړیوالو مرستې کمې شي اندېښمن دي د هغه په ويناء که ظرفیتونه لوړ نه کړي نو د مخدره موادو په مبارزه کې به له سختو ننګونو سره مخ شي.
XS
SM
MD
LG