د لاس رسي وړ اتصالات

د فلپین توپان ځپلو سیمو ته مرستې نن پیل شوې


د مرستو رسونې د ادارو کارکوونکي وایي په زرگونه خلک دسختې لوږې له امله د خوړو، پاکو اوبو او سرپناه په آنتظار ناست دي.
نن د چهارشنبې په ورځ اته کسان د تکلوبان په ښارگوټي کی هغه مهال مړه شول چې خلکو د ډېرې بدې ورځې نه کوښښ کاوه چې د حکومت د خوراکي موادو ېو گودام تالا کړي. د ورېجو د گودام چت راولوېده او ډېر خلک ېې لاندې کړل.

د تکلوبان ښارگوټې په طوپان کی تقرېبا په بشپړه توگه تباه شوې دی.
له بلې خوا د فلېپېن حکومت نن آعلان وکړ چې تراوسه پوری ېې ٢،٢٧٥ مړي راوېستلي دي خو دا وېره موجود ده چې د مړو شمېر به نور ه زېات شي ځکه ډېرې سېمې داسې دی چې اوس هم ورته د نجات او ژغورنې کارکوونکو ځانونه نه دي رسولي.

په مانېلا کی د آمرېکا غږ خبرېال سټېف هرمن په خپل رپوټ کې واېې چې په طوپان ځبلو سېم وکی د خلکو د ژوند وضع ډېره زېاته خرابه ده خو شاېد کله چې نن عاجلې بشری تکلوبان او نورو ځاېونو ته ورسېږي د خلک ماېوسی به ېو څه آندازه کمه شي. د آمرېکا غږ خبرېال ووېل ټاکل شوې چې د تکلوبان هواېې ډگر به په راتلونکو ٢۴ ساعتونو کی بېرته فعال شي.
XS
SM
MD
LG