د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کرکټ د یو بل نړیوال جام په لور


افغانستان د خپل کرکټ په لنډ تاریخ کې دوه ځله د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته رسیدلی دی او اوس د دریم ځل دپاره بیا دغه جهاني جام ته د ځان رسولو په تکل کې دی.

افغانستان په کال ٢٠١٢ کې ایرلینډ نه د کرکټ د شل اوریزو نړیوالو لوبو دپاره شوو مسابقو کې چې د کوالیفاینگ راونډ په نوم یادیږی ،فاینل لوبه گټلې وه او د ویسټ انډیز د کال ٢٠١٠ ټي ټونټي ورلډ کپ ته رسیدلی و.

کپتان نورز منگل په مشرۍ افغان کرکټ ټیم په دغو سیالیو کې د هند او جنوبي افریقه سره لوبې درلودې چې په لومړي ځل د اولې درجې ټیمونو سره مخامخ شول. افغانستان لخوا نور علي ځدران په اوله لوبه کې د هند خلاف او میرویس اشرف په دویمه لوبه کې جنوبي افریقه مقابل کې د قوي ټیم تر ډیره حده مقابله وکړه.

افغانستان یوه لوبه هم ونه گټله خو نړۍ ېې ته ېې ځان او افغانستان معرفي کړو.

افغانستان بیا د دوه کالو د خواریو نه پس په عربي اماراتو کې د کرکټ د شل اوریزو همدا شان اوږدو سیالیو کې ځان فاینل ته ورسوه خو دا ځل ایرلینډ په لاس د ماتې سره مخ شو.

خو بیا هم د کرکټ ٢٠١٢ شل اوریز جام ته ېې لاره وموندله. د کال ٢٠١٢ شل اوریز جام په سري لنکا کې و. چې هلته افغانستان د هند سره ډیره قوي لوبه وکړه خو د یو څو وارخطا هڅو او کمې تجربې له کبله د هند نه ېې گټلې لوبه د لاسه ورکړه. انگلستان نه ېې هم ماتې وخوړه خو د هند سره ېې لوبه تر ډیره یادیدله.


دا ځل افغانستان چې د کرکټ د شل اوریزو لوبو دپاره ځان رسولو دپاره کومې مرحلې نه تیریږي هغه په یوه معنا اسانه هم ده او سخته هم.

آسانه په دې چې عربي اماراتو کې د نومبر د ١٥ نه تر دیرشم پورې دوام لرونکو لوبو کې به د شپاړلس ټیمونو نه د سر شپږ ټیمونه د بنگله دیش ورلډ کپ ته ځي. خو بیا په بنگله دیش کې یو بل پړاو هم دی چې هغې نه هم تیریدل دي. هلته د عربي اماراتو د سیالیو نه کامیاب ټیمونه به ٢٠١۴ د شپاړلسم مارچ نه تر یویشتم مارچ پورې د بنگله دیش او زمبابوې په شان د اولې درجې اتو ملکونو په شل اوریزو سیالیو کې برخه اخلي چې دې نه به سر دوه ټیمونه بیا د دوویشتم مارچ نه شپږم اپریل پورې دوام لرونکی د کرکټ د کال ٢٠١۴ د بنگله دیش شل اوریز جام کې دکرکټ د اولې درجې اتو ټیمونو انگلستان ،اسټریلیا، پاکستان ،هند، نیوی زیلانډ، ویسټ انډیز، ساوته افریقه او سري لنکا سره د ورلډ کپ اصلې سیالی کوي.


افغانستان چې اوس په عربي اماراتو کې د شپاړلس ملکونو کوالیفاینگ لوبو دپاره د کوم ټیم سره تللی دی د هغې مشري محمد نبي عیسی خیل کوي. محمد نبي عیسي خیل د افغانستان کرکټ ټیم د خپلې کپتانۍ او لوبې په کمال د کینیا،نیمیا او سکاټ لینډ نه د لوبو گټلو سره د کرکټ د کال ٢٠١٥ یو ورځنیو جام ته هم رسولی دی .

د نبي سره د هغه د ټیم ملگري مرستیال محمد شهزاد،نوروز منگل، گلبدین نایب،حمید حسن، سمیع الله شینواري، دولت ځدران ،شاهپور ځدران ،حمزه هوتک او نجیب ځدران په پوره وړتیا سره میدان ته ووځي.د ټیم نورو لوبغاړي هم په خپل خپل ځای د ستاینې وړ دي. خو زیاتره حساب په همدې یولسو کیږي. د کرکټ ملي ټیم روزونکی کبیر خان هیله مند دی چې دا سفر به هم په بریالیتوب سره ترسره کوي.


افغانستان د رسمي لوبو د پیل نه مخکې دوه تمریني لوبو کې د کاناډا نه لوبه وبایلله ،ځکه چې افغانستان په اوله لوبه کې سم بیټنگ ونکړ ،یوازې نجیب ځدران وځلیده..دویمه لوبه ېې د یوگانډا د ټیم نه په شپږو وکټو وگټله . چې هغې کې د کپتان محمد نبي او گلبدین نایب غوره لوبې ټیم ته بری ورکړو .بالنگ او بیټنگ دواړو کې.

دغه شپاړلس ټیمونه چې د متحده عربي اماراتو په مختلفو میدانونو کې د یو بل سره مخامخ کیږي دوي به د ٧٢ سیالیو نه تیریږي. چې هره ورځ به قریب درې لوبې ترسره کیږي. افغانستان په بې گروپ کې د برموده، ډنمارک،کینیا، هالنیډ ،نیپال او بي این جی سره دی. چې دې کې د هالینډ، نیپال او کینیا ټیمونه ورته یو څه قوی حریفان دي.
د افغانستان د گروپ لوبو نیټې او ټیمونه څه په دې ډول دي.
نومبر.١٥ .هالینډ.
نومبر.١٦. سکاټ لینډ
نومبر.١٧.پي این جي.
نومبر.٢٠.برمودا
نومبر.٢١.ډنمارک
نومبر.٢٢.نیپال
نومبر.٢۴. کینیا
د دې ټورنامنټ د اصولو او تشکیل په اساس به د سر شپږ ټیمونه نړیوال جام ته ووځي. هر یو گروپ کې به هر ټیم د یو بل سره یوه یوه سیالي کوي. په دې کې به د هر ټیم پواینټونو په حساب لاندې دریو کې راغی .هغه به د مخکې تگ نه پاتې کیږي. شپږ به مخ ځي. بیا به د هر گروپ درې ټیمونه د یو بل سره مخامخ کیږي .چې هغې کې هر څلور په سر کې راغلل .هغه به سیمي فاینل ته ځي.

دې شپږو نه پاتې دوه ټیمونه به د هغو دوه ټیمونه سره لوبې کوي چې لومړیو گروپ لوبو کې څلورم او پینځم راغلي وو.
بیا به د مرحلې نه تیر شوي او د هغې بلې مرحلې نه پاتې شوي دوه دوه ټیمونه په کوارټر فاینل کې مخامخ کیږي . چې دوی نه به دوه ټیمونه د لومړي څلورو ټیمونو سره لوبه کوي. چې یو هر یو ېې گټي هغه به مخکې ځي.
دغه تشکیل د پخوانیو لوبو په پرتله یو څه پیچلی دی. خو چې څنگه څنگه د ټورنامنټ لوبې مخکې ځي. نو واضحه کیږي به.
د ټورنامنټ سیمی فاینل د نومبر په نه ویشتمه او فاینل په دریشمه د دوبۍ په کرکټ گراونډ کیږي.
د افغانستان دپاره د یو بلې بریا په هیله
  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG