د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئيس کرزی: جرګه یوازې په امنیتي تړون خبرې کوي


جمهور رئيس حامد کرزی
جمهور رئيس حامد کرزی
جمهور رئيس حامد کرزي هغه اوازې ردې کړې چې ګواکې په مشورتي لویه جرګه کې به د ټاکنو په ځنډ او اساسي قانون کې په تغییر هم بحثونه وشي.

جمهور رئيس د شنبې په ورځ د ارګ په ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل،چې په مشورتي لویه جرګه کې چې ددې اوونۍ په پای کې به دایره شي، له امریکا سره د امنیتي تړون پرته بله هیڅ اجنډا وجود نه لري.

وړاندې تر دې د ځینو مدني ټولنوغړو او ځینو سیاسي کړیو اندېښنه ښودلې وه چې ګوندې جمهور رئيس په پام کې لري چې په مشورتي لویه جرګه کې د ټاکنو موضوع هم راپورته کړي.

خو جمهور رئيس وویل د مشورتي لویې جرګې یوازینۍ اجنډا د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په سر بحث دی. جمهور رئیس کرزي وویل ‬دا جرګه بله هیڅ اجنډا نه لري، پدې جرګه کې به یوازې او یوازې له امریکا سره په امنیتي قرارداد بحث کیږي، په پخوانیو جرګو کې هم همداسې اوازې وې، خو داسې ونه شول، دا ځل به هم ثابته شي.‪"‬

جمهور رئيس خبریالانو ته وویل، له طالبانو او حزب اسلامي حکمتیار نه هم غوښتل شوي چې پدې جرګه کې برخه واخلي، جمهور رئيس وویل طالبانو او حزب اسلامي حکمتیار حق لري چې په جرګه کې ګډون وکړي او بلنه هم ورکړل شوې ده، جمهور رئيس کرزي وویل طالبان او حزب اسلامي دې راشي او په جرګه کې دې خپل نظریات ووايي.جمهور رئيس وویل ،، ‬هیله لرو چې راشي او ګډون پکې وکړي، نظر دې ورکړي، که دا نظر یې د امنیتي قرار داد په خلاف وو او که بل ډول، ما ورته بلنه ورکړې ده، بیا هم ورته بلنه ورکوم چې راشئ، خپل اعتراض وړاندې کړئ، غږ پورته کړئ، خو که فیصله به د جرګې د اکثریت منل کیږي، دوی دې هم د جرګې د اکثریت فیصله ومني، که د دوی د نظر په خلاف او یا په تائید وي.‪"‬

د جرګې پرېکړې

جمهور رئيس وویل چې د مشورتي لویې جرګې پرېکړې د افغانستان د خلکو پرېکړې دي او دی ورته احترام لري هغه وویل دا جرئت نه شي کولی چې جرګه دې را وغواړي او بیا دې پرېکړې ورته د منلو نه وي او خپل نظریات ورکړي، جمهور رئيس وویل هره پرېکړه چې جرګه وکړي دی ورته احترام کوي.

جمهور رئيس وویل په جرګه کې د جمهوري ریاست کاندیدانو ته هم ځای ورکړل شوی او هیله ترې لري چې په دقت سره د امنیتي قرارداد مواد مطالعه کړي.

جمهور رئيس کرزي وویل چې د تجاوز تعریف اوس ښه روښانه شوی دی. جمهور رئيس حامد کرزي خبریالانو ته وویل چې لا هم په امنیتي قرارداد بحث روان دی او تمه لري چې د جرګې تر دایریدو پوري به تړون چمتو شي. جمهور رئيس کرزي زیاته کړه چې دا مهال د امنیتي تړون په پښتو او دري ژبو ژباړه روانه ده .

ګاونډیان د امنیتي تړون او جرګې په هلکه څه وايي؟

داسې راپورونه هم ورکول کیږي چې د افغانستان ځېنې ګاونډیان نه غواړي دا تړون لاسلیک شي او مخالفت ښيي. جمهور رئيس همداسې یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې دوي ترې خبر دي او تړون بې دلیله مخالفین او پلویان لري. جمهور رئيس وویل له ګاونډي هیوادونو سره یې خبرې او مشورې کړي دي او د جرګې په ورځو کې به جرګې ته د هر هیواد دریځ او نظریات وړاندې کړي.



جمهور رئيس وویل چې د ټاکنو له خپلواک او د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیونونو یې غوښتي چې هر حکومتي چارواکی چې په ټاکنو کې لاسوهنې کوي ده ته دي ور وښيي ، دی به یې په لرې کولو اقدام وکړي. جمهور رئیس وویل‌،،‬ما له دواړو محترمو کمیسیونونو سره مجلس درلودی، د انتخاباتو له کمیسیون سره او شکایاتو کمیسیون سره، او په ډېر واضح ټکو مې دوی ته عرض کړل چې که چېرې دوي د افغانستان د حکومت کوم عضوه وویني، یا معلومات ورکړي، موثق چې انتخاباتو کې مداخله کوي، او دولتي مسائلو څخه په استفادې مداخله کوي د خپل موقف څخه استفاده کوي، نو دوي په ټوله معنی سره کولی شي چې ما څخه وغواړي، چې هغه برطرفه کړم.‪"‬

جمهور رئيس وویل کمیسیونونو پوره واک لري. جمهور رئيس د خپل ورور قیوم کرزي د کاندیداتورۍ په تړاوو وویل چې د ده مشوره ورته دا وه چې ځان کاندید نه کړي. جمهور رئیس کرزي پداسې حال کې د مشورتي لویې جرګې په تړاوو له خبریالانو سره خبرې کولې، چې د هغه امنیتي چارو سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د امنیتي تړون په باب د یکشنبې په ورځ پارلمان ته توضیحات ورکړل.

ښاغلي سپنتا پارلمان ته وویل چې د امنیتي تړون له نهه نوي فیصده نه زیات مسائل د دواړه لوريو ترمنځ حل شوي دي او دواړې خواووې توافق ته سره رسېدلي دي.

سپنتا دا هم وویل چې که دغه امنیتي تړون لاسلیک نه شي نو افغانستان به هر کال اته اشاریه پنځه ملیارده ډالر له لاسه ورکړي. سپنتا د پارلمان غړو ته وویل چې د راتلونکي چهارشنبې په ورځ به ورته د امنیتي تړون د پښتو او دري ژبو کاپۍ ورکړي.

جمهور رئيس هم خبریالانو ته وویل که مشورتي لویې جرګې د تړون په هکله مثبت نظر ورکړ نو بیا به تړون ولسي جرګې ته واستوي.
XS
SM
MD
LG