د لاس رسي وړ اتصالات

وسلوالو په کندهار کې د۶ تنو نه سرونه غوڅ کړي


ارشیف
ارشیف
په کندهارکې د پوليسو چارواکي وایي چې پولیسو د هغو شپږو تنو جسدونه پیدا کړي چې دپولیسو د ادعاء له مخې وسله والو طالبانو ترې سرونه غوڅ کړي وو.


د کندهار د پوليسو ویاند ضیا درانی وايي چې شپږ واړه وژل شوي کسان درې ورځې مخکې وسله والو طالبانو د پوليسو په تور یرغمل کړي وو .

وژل شوي کسان د زابل د اټغر ولسوالۍ څخه کندهار ته په لار وو چې له موټر څخه طالبانو ښکته کړل .

د ارغستان ولسوال عبدالغني مسلیم یار امریکا غږ ته وويل چې د وژل شویو کسانو سرونه له تنو څخه جلا شوي او جسدونه يې پوليسوته په لاس ورغلي دي.

ددغو کسانو چې سرونه یې غوڅ شوي دي، ویل کیږي چې مزدوران دي او د کار په لټه کې لمړی معروف ، بیا اټغر او بیا ارغستان ته پر لار وو چې وسله والو طالبانو برمته کړل.

ولسوال عبدالغني زیاته کړه چې پېښه دقیقآ د زابل د سیوري ولسوالۍ او ارغستان ولسوالۍ ترمنځ د توري ګاري په منځ کې شوې ده .

له دې تازه پېښي، یوازي دوه اوونۍ وړاندې په زابل کې وسله والو طالبانو ۷ تنه نور کسان هم له دولت سره د همکارۍ په تور وژلي وو او جسدونه يې د کابل – کندهار د لويې لاري سره پوليسو پیدا کړي وو .

وسله والو طالبانو د دې تازه پېښي په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې
.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG