د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: افغانانو ته د سهوو د نه تکرارېدو ضمانت ورکوو


د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي وایي نن ماښام ښاغلي کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له یو بل سره په ټلیفون د دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون په هغو ټکو خبرې وکړلې چې لا تر اوسه دواړه هیوادونه موافقې ته نه دي باندې رسېدلي.

ایمل فیضي وایي:

" د خلکو په کورونو باندې پوځي عملیات کول او د خلکو کورونو ته ننوتل د افغانستان او امریکا تر منځ په امنیتي تړون کې د اختلاف مهم ټکي دي. امریکا غواړي چې په خاصو او استثنایي حالاتو کې دې ورته اجازه ورکړل شي چې د خلکو کورونو ته دې ننوزي خو افغان حکومت او پخپله ولسمشر بیا وایي چې هغوي ته به په هیڅ صورت کې دا اجازه ورنکړل شي."

د کرزي ویاند په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ولسمشر د امریکا د بهرینو چارو وزیر ته د حل دوه لارې وړاندې کړلې.

لومړی دا چې :

د امنیتي تړون په مسودې کې دې هم د افغانستان او هم د امریکا غوښتنې ولیکل شي او پریکړه به لویه جرګه کوي چې آیا امریکایانو ته دې اجازه ورکړل شي او که نه چې د خلکو په کورنو دې پوځي عملیات وکړي."

فیضي وایي کرزي د جان کیري نه وغوښتل چې " په لویې جرګې کې دې برخه واخلي او پخپله دې د افغان ولس په وړاندې د امریکا د موقف دفاع وکړي."

ایمل فیضی زیاته کړه چې د ښاغلي کرزي دویمه غوښتنه دا وه " که چیرته د هغه لومړنۍ غوښتنه امریکا ته د منلو وړ نه وي، امنیتي تړون دې د افغانستان د راتلونکي حکومت او راتلونکي ولسمشر سره لاسلیک کړي. "

فیضي وایي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان ولسمشر حامد کرزي ددې غوښتنو په ځواب کې وویل:

" د افغانانو په کورونو باندې د عملیاتو او د هغوي کورونو ته د ننوتلو په اړه د امریکا متحده ایالات او دی پخپله د افغان د ولس، حکومت او ولسمشر اندیښنې او ستونزې ښې درک کړیدي."

جان کیري همدرانګه وویل:

" د امریکا پوځ پدې تیرو لسو کالونو کې په افغانستان کې پدې برخې کې ډیرې سهوې کړیدي چې افغان ولس هم ډیر کړیدلی دی. "

د ښاغلي فیضي پر وینا
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې " د یوه لیک له لارې به د امریکا ولسمشر براک اوباما افغان ولس او افغان ولسمشر ته دا قناعت ورکړي چې امریکایي پوځیان به هغه سهوې بیا نه تکراروي چې پدې تیرې یوې لسیزې کې یې کړیدي. "

ښاغلي کرزي او ښاغلي کیري پدې خبرې ټینګار وکړ چې د امریکا لخوا دې په یوه رسمي سند کې دې وویل شي چې امریکایي پوځیان به تیرې سهوې نکوي او مخه به یې نیول کیږي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وایي " جان کیري وویل چې د خبرو جزیات به د سپینې ماڼۍ سره شریک کوي او مونږ اوس دې ته سترګې په لار یو چې د امریکا حکومت به څه پریکړه کوي. "

ښاغلي فیضي په خبریي کنفرانس کې همدارنګه وویل چې د جان کیري سره د ملاقات نه وروسته ښاغلي کرزي په کابل کې د امریکا د سفیر او د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان سره هم وکتل. د بحث موضوع بیا هم د امریکا او افغانستان تر منځ په امنیتي تړون کې د اختلاف ټکي و.

قضايي مصؤنیت مسله:

فیضي وایي دا ځل افغان ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري امریکایي پوځیانو ته د قضایي مصؤنیت په اړه خبرې ونکړې او وایي چې:

" د امریکا او افغانستان تر منځ دا مسله حل شویده او هیڅ اختلاف پکې نشته. خو افغان حکومت او امریکا وایي چې دا پریکړه یوازې افغان ولس کولای شي او دا پریکړه به لویه جرګه کوي چې آیا امریکايي ځواکونو ته به قضایي مصؤنیت ورکړل شي او که نه. "
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:17 0:00
مستقیمه لیکه
  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG