د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار او غزني کې ۲ ځانمرګي برید کونکي وژل شوي


د کندهار پولیس د برید په ځای کې
د کندهار پولیس د برید په ځای کې
چارواکي وايي چې په کندهار او غزني کې دوه ځانمرګي برید کونکي خپل هدف ته له رسیدو مخکې وژل شوي .

لمړی نن سهار ۹ بجې پوليسو په کندهار کې يوتن ځانمرګی برید کونکی مخکې له دې چې خپل هدف ته ورسیږي په ‌ډزو وواژه .

برید کونکي غوښتل چې د مزدور کارانو په منځ کې یوه دولتي ميلمستون ته داخل شي .
په یاد ميلمستون کې مهم دولتي ميلمانه اوسي او تر څنګ يې د کندهار د مهمو دولتي چارواکو کورونه هم دي .

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل امریکا غږ ته وويل چې د ( منډیګک ماڼۍ ) په مهم دولتي میلمستون کې ځیني ترمیماتي کارونه روان دي چې هره ورځ کاریګر پکښې کار کوي .

دی زیاته وي چې برید کونکي هم له همدې لارې غوښتل چې د مزدور کارانو په جامه او دهغو په منځ کې د برید لپاره یاد ميلمستون ته ننوځي چې پوليسو پيژندلی او د نه دریدو له کبله يې ورباندي ‌ډزې کړي .

فیصل زیاته وي چې د برید کونکي په بدن پورې تړلي چاودیدونکو توکو چاودنه نده کړې .

بلخوا په غزني ولایت کې هم یو ځانمرګی برید کونکی خپل هدف ته له رسیدو مخکې وژل شوی
د غزني د والي ویاند شفیق ننګ امریکاغږ ته وويل چې برید کونکي غوښتل د کرولا موټر په وسیله په مقر ولسوالۍ کې د پوليسو يوه امنيتي پوسته په نښه کړي چې موټر يې خپله چاودنه کړې او یوازي دی پکښې وژل شوی .

وسله والو طالبانو دغزني د پېښې مسئولیت منلی او په پېښه کې يې د ګڼو پوليسو دمرګ ژولې ادعا کړې .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG