د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د ښار په یو رسټورانټ کې چاودنې ۳ کسه وژلي


د کندهار د احمدشاهي لوبغالي ته نږدې چاودنې ۳ کسان وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي.
د کندهار د احمدشاهي لوبغالي ته نږدې چاودنې ۳ کسان وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي.
د کندهار د ښار د احمدشاهي لوبغالي سره نږدې په یو رسټورانټ کې د چهارشنبې په ورځ مازدیګر مهال چاودنه شوې ده چې لږترلږه یې درې کسان وژلي او شاووخوا ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وايي چې د یو شمیر ټپیانو روغتیايي حالت د تشویش وړ دی.

دغه چاودنه د لمر په نامه په یو رسټورانټ کې شوې ده چې له امله یې د دغه رسټورانټ چت نړیدلی دی.

د پیښې نه سمدستې ورسته، سیمه د افغان امنیتي ځواکونو لخوا کلابنده شوه او چاته اجازه نه ورکول کیده چې د پیښې سیمې ته ولاړ شي.

چارواکي وايي چې دا لا نه ده معلومه چې دغه چاودنه ځان وژونکی برید و او که نه.

چارواکو دا هم وايي چې سیمې ته یې د انجینرانو یوه ډله استولې ده چې د پيښې په اړه څیړنه وکړي.

د لمر رسټورانټ ته، چې د احمدشاهي لوبغاړي سره نږدې پروت دی، معمولا ځوانان ورځي.

د چهارشنبې په ورځ د کندهار په ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

بل پلو ته د چهارشنبې په ورځ، د کندهار پولیسو یو ځانمرګي بریدکوونکی مخکې له دې نه چې خپل هدف ته ورسیږي په ډزو وژلی دی.
د چارواکو له قوله دغه ځانمرګي برید کوونکي غوښتل چې د منډیګک د ماڼۍ په نامه یو دولتي میلمستون ته داخل شي.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل امریکا غږ ته وویل چې برید کونکي غوښتل چې د مزدور کارانو په جامه کې ميلمستون ته ننوځي چې پوليسو پيژندلی او د نه دریدو نه ورسته یې ورباندي ‌ډزې کړي دي.

فیصل زیاته وي چې د برید کونکي په بدن پورې تړلي چاودیدونکو توکو چاودنه نده کړې .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG