د لاس رسي وړ اتصالات

مجددي: امریکا سره تړون د افغانستان اود نړئ په خیر دی


د مشورتي لويې جرګې ریس
د مشورتي لويې جرګې ریس
د مشورتي لويې جرګې ریس صبغت الله مجددي وایي چې که څه هم د امریکا او د افغانستان ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په هکله به د لويې جرګې غړي په ۵۰ کمیټو کې خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندي ګړي خو ترکومه چې دی ګڼي دا تړون د افغانستان په ګټه دی.

مجددي د پنجشنبې په ماښام د مشورتي لويې جرګې د ریس په توګه د غوره کیدلو وروسته د جرګې غړو ته په خپله وینا کې وویل چې دا تړون د ټولې نړئ په خیر دی.

د مشورتي لويې جرګې ریس وویل:

؛ ۸۹ کاله کیږي چې وطن مې خرڅ نکړه ددې وروسته به ولې تورمخی کیږم او دا کار به کوم. مونږ په دې تړون کې د افغانستان خیر ګڼو د اسلام خیر ګڼو او د ټولې نړې خیر پکې ګڼو.؛

د مشورتي لويې جرګې د ریاست لپاره بل کاندید ولاړ نه وه، صبغت الله مجددي د ټولو غړو په اتفاق د دغې جرګې د ریس په توګه وټاکل شو.

صبغت الله مجددي د جرګې د ریس په حیث د ټاکلو وروسته ددغې جرګې برخوالو ته په خپله وینا کې وویل چې د لويې جرګې د جوړیدلو په وخت یې د یو لړ موثقو منابعو نه داسې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي چې دا ښيي چې د یو ګاوانډي هیواد د استخباراتو اداره دده د وژلو په هڅو بوخته ده.

مجددي وویل:


؛ د همدې جرګې د جوړیدلو په وخت کوم معلومات چې ماته د مختلفو او ډیرو موثقو منابعو نه رارسیدلي دي دا ښيي چې د پاکستان ځواکونه اوای ایس ای دې ته خپل پام اړولی دی چې ما له منځه یوسي ؛

مجددي وویل پاکستان دا کار ددې لپاره کوي چې بل څوک ددغه هیواد په خلاف خپل غږ اوچت نکړي.

دا لومړی ځل ندی چې مجددي پاکستان د ده د وژلو په تور تورنوي، نږدې شپږ کاله وړاندې چې په کابل کې د هغه د موټرو په یو کاروان ځانمرکی برید وشو هغه مهال هم مجددي د برید پړه په پاکستان اچولې وه.

پاکستان تل د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنې په باب د افغان سیاسي مشرانو تورنه رد کړي او بې اساسه بللي دي.

همداشان مجددي په هغه باندې د افغانستان د پلورلو تورونه چې د جرګې اود تړون د لاسلیک د مخالفانو له خوا لګول کیږي په کلکه رد کړل وویل چې د روسانو د یرغل په وړاندې د وسلوال جهاد اعلان همده کړي وه او دا د هیچا نه ویره نلري امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون نه ه ملاتړ د افغانستان لپار کوي.
XS
SM
MD
LG