د لاس رسي وړ اتصالات

مجددي :‬کرزی صاحب دتړون د ځنډولو حق نه لري


د مشورتي لويې جرګې رئیس حضرت صبغت الله مجددي
د مشورتي لويې جرګې رئیس حضرت صبغت الله مجددي

د مشورتي لويې جرګې رئیس حضرت صبغت الله مجددي وايي، جمهور رئیس کرزی هیڅ حق نه لري چې د جرګې د ځنډولو خبره وکړي.

ښاغلي مجددي د لويې جرګې د تالار ترڅنګ په لنډه له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د امنیتي تړون د لاسلیک کولو ځنډ د افغانستان لپاره په ضرر او زیان دی هغه د جمهور رئیس حامد کرزي هغه خبرې چې د جرګې د پرانستې په مراسمو کې یې د تړون د ځنډولو په باب کړې وې، سهوه او اشتبهاء ګڼلې ده.

ښاغلي مجددي وویل :

‪"‬کرزی صاحب هیڅ حق نه لري چې دا خبره وکړي، دا سهوه او اشتبها کوي، د کرزي صاحب ټولې غوښتنې یې منلي دي، بیا یې هم ځنډوي، دا د افغانستان په ضرر ده، هیڅ یې نه منو.‪"‬

ښاغلي مجددي پداسې حال کې دا څرګندونې کړي دي، چې جمهور رئیس حامد کرزي تېر ماښام د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره په خبرو کې یو وار بیا ټینګار کړی دی چې په ټاکنو کې د شفافیت ضمانت ورته و نه کړي، د سولې له پروسې سره صادقانه همکاري و نه کړي او د افغانانو په کورونو بریدونه و نه دروي، تړون به لاسلیک نه کړي.

خو د ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جان کیري له ولسمشر کرزي غوښتي چې امنیتي تړون دې ددې عیسوي کال تر پایه یعنې په یوه میاشت کې دې دننه لاسلیک شي.

په مشورتي لویه جرګه هغه مهال بحثونه تاوده شول کله چې د جرګې برخه والو له جمهور رئيس کرزي واورېدل چې د تړون لاسلیک کول به د ټاکنو له ترسره کولو وروسته پورې شاته اچوي.

د مشورتي لويې جرګې مرستیال شیرمحمد اخندزاده امریکا غږ ته وویل د جمهور رئيس د ویناء احترام کوي خو د جرګې غړو ددغه ځنډ په تړاوو اندېښنه ښکاره کړې ده.

ښاغلی اخند زاده :

‪"‬د جرګې د ټولو اعضاوو دا توقع ده د جناب رئیس صاحب جمهور څخه چې دا قرارداد د مخه د انتخاباتو امضاء کړي، دا توقع د خلکو د جناب حضرت صاحب او نورو مشرانو له خوا جناب رئیس صاحب جمهور ته رسېدلې ده.‪"‬

د جرګې ځېنې غړي بیا وايي که جمهور رئيس ددې ځنډ تکل درلود نو بیا به یې دا جرګه نه راغوښته، د مشورتي لويې جرګې د څلور څلوېښتمې کمېټې رئیس انجنیر نعیم مجروح وايي، که جمهور رئيس له ټاکنو وروسته امنیتي تړون لاسلیک کوي نو بیا یې ولې جرګه راغوښتې ده ؟

ښاغلي مجروح وویل :

‪"‬که د جرګې په ويناء عمل نه کیږي نو دا د جرګې عنعنې ته توهین دی، ددې ملي مؤسسې د جرګې د عنعنې د ارزښت کمول دي.‪"‬

ځېنې غړي بیا وايي، که جمهور رئيس داسې معلومات لري چې راتلونکې ټاکنې افغانستان بې ثباته کوي او تجزيې سره یې مخ کوي نو بیا دده مسؤلیت دی چې مخه یې ونیسي، د پارلمان غړی عبدالرحیم ایوبي چې په مشورتي لویه جرګه کې دی وايي، که داسې مسئله نه وي نو بیا د جمهور رئيس دا اقدام مناسب نه دی.

د جرګې یوه غړي ملاجان شینواري وویل، دا تړون د جمهور رئيس کرزي په دوره کې پیل شوی دی او دی دې لاسلیک کړي.

له امریکا سره د امنیتي تړون په سر بحثونه په لویه جرګې کې له تېرې ورځې پيل دي، پرون او نن دواړه ورځې بحثونه شوي دي، د لويې جرګې رئيس حضرت صبغت الله مجددي خبریالانو ته وویل، اختلافونه جزئي ول او په کومو کې چې اختلافات زیات ول هغه یې اوار کړي دي.

د قضائي صلاحیت په تړاوو ښاغلي مجددي وویل د جرګې وړاندیز دا دی چې که کوم امریکايي عسکر په جرم مرتکب کیږي نو دی د امریکا د قوانینو په اساس په امریکا کې محاکمه کیږي خو له افغانستان نه دې د محاکمې جریان ته کسان بلل کیږي.

ښاغلي مجددي د جرګې د برخه والو ستاینه وکړه چې په سرعت او اخلاص یې کار کړی دی
XS
SM
MD
LG