د لاس رسي وړ اتصالات

د تخار د ولایتي شورا یو غړی ووژل شو


Baghlan map
Baghlan map
د تخار ولایت د ولایتي شورا غړی خال محمد چې د بنګي ولسوالۍ اوسیدونکی و، له کور څخه د دفتر پر لار هغه وخت نن په تالقانو کې ووژل شو چې په موټر کې ځای پر ځای شوی ماین پری وچاودیده.

د تخار ولایت د والي ویاند سنت الله تیمور وايي چې د ولایتي شورا د غړي خال محمد په موټر کې ماین ځای پر ځای شوی و، خو کله چې د تالقانو ښار د چشمه شیر سیمې ته رارسیږي، ماین يې وچاودیده چې په نتیجه کې يې خال محمد وژل شوی او د هغه دوه ساتوونکي ټپیان شوي دي.

سنت الله تیمور د خال محمد په وژنه د دولت مخالفې وسله والې ډلې تورنې کړی، او زیاته يې کړه چې تر اوسه يې د وژنې په تور څوک نه دي نیول شوي.

خال محمد د تخار ولایت بر حال وکیل و او د بلې دورې لپاره يې هم ځان کاندید کړی و.

له بله پلوه د کندوز ولایت د علي اباد په ولسوالۍ کې د جواد په نامه یو ځوان چې په کندوز کې د جرمني له عسکرو سره ترجمان و، د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.

د کندوز د امنیه قوماندان ویاند سید سرور حسیني وايي چې پرون دوه بجې ورته د یو نامعلوم شخص له خوا ټلیفون شوی او له کوره د باندې غوښتل شوی، حسیني زیاته کړه چې له پرون راهیسې جواد نادرکه و، خو نن سهار يې مړی په داسې حال کې موندل شوی چې زندۍ شوی و.

همدارنګه د بغلان ولایت د دهنه غوري په سیمه کې یو ځوان هلک او یوه پیغله په دې جرم چې له کوره تښتیدلي وو د کلیوالو له خوا وژل شوي دی.

د بغلان د امنیی قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت وویل چې دغه دواړه هلک او جینۍ له کوره د تیښتې په تور نیول شوي وو او د جینۍ د کورنۍ له خوا په ډزو وژل شوي دي.

بشارت وايي چې پولیسو غوښتل چې ددوي د وژنې مخه ونیسي، خو کله چې پولیس سیمې ته ورځي مړي یې موندلي او وژونکي تښتیدلي دي.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې دغه هلک او جینۍ د کلیوالو په مخکې په ټوپک ویشتل شوي او وژل شوي دي.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG