د لاس رسي وړ اتصالات

د تړون د لاسلیک لپاره د کرزي شرایط


president Karzai election
president Karzai election
جمهور رئيس حامد کرزي د مشورتي لويې جرګې د پای مراسمو ته وویل چې ددې تړون د تائید سره جوخت امریکايي ځواکونه نور عملیات نه شي کولی.

له څلور ورځو کار او بحث وروسته نن مشورتي لویې جرګې له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون تائید کړ او له جمهور رئيس حامد کرزي یې وغوښتل چې د ملي شورا له تصویب وروسته دې ددې کال تر پایه دا تړون لاسلیک کړي.

مشورتي لويې جرګې په یو دېرش مادو کې د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره پریکړه وکړه چې افغان جمهور رئيس دې له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون لاسلیک کړي.

د مشورتي لويې جرګې په پریکړه لیک کې جمهور رئيس حامد کرزي او د امریکا حکومت ته یو لړ سپارښتنې شوي دي چې پکې د افغانانو دیني ارزښتونو، دودونو ته احترام، د سولې پروسې سره مرسته، قضائي صلاحیت او د امکان تر بریده په افغانستان کې د امریکا په نظامي اډو کې د محاکمو ترسره کیدل، کیمیاوي وسلو نه کار نه اخستل، د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز، د بهرنیو حملو دفاع، د قرارداد الزامي ضمانت، د ګوانټنامو د ۱۹ افغان بندیانو افغانستان ته سپارل، د افغان حکومت د اجازي پرته د دریم هیواد په خلاف د افغانستان د خاوري نه کار نه اخستل، د انترنیټ او د مخابراتو له نورو وسایلو نه د افغانانو په خلاف د جاسوسې لپاره کار نه اخستل او یو لړ نورو مسایلو د جرګې په دي پریکړه لیک ځای ورکړل شوي دي.

د لویې جرگې وروستنۍ پریکړه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00
جمهور رئيس د خپلې وينا په پیل کې وویل که د جرګې د پرېکړو په اساس او امنیتي تړون له تائيد وروسته امریکايي ځواکونه نور د افغانانو کورونو ته د ننوتلو حق نلرې.

ښاغلي کرزي وویل :
‪"‬زمونږ په کورونو د امریکا حملې خلاصې شوې، که یو ځل بیا تللی وې قرارداد نه کیږي، سفیر یې شته اوري یې، که یو وار بیا تللي وئ بیا تړون نشته‪."‬

جمهور رئيس حامد کرزي د امریکايي چارواکو سره د انتخاباتو په باب د خپلو خبرو د یادونې په وخت وویل چې امریکايي چارواکو ورته یو دوه ځله ویلې دي چې کیداې شي د جمهوري ریاست راروان انتخابات دوهم پراو ته لاړشي چې جمهور رئيس حامد کرزي د وینا له مخې کیداې شي که چیري د دوهم پړاو انتخابات زیات وخت واخلې د اوسني نظام مشروعیت تر پوښتنې راولې.

خو د جمهور رئيس کرزي د ټینګار سره سره د مشورتي لويې جرګې رئیس هغه نه ژر تر ژره ددغه تړون د لاسلیک غوښتنه وکړه.

ښاغلې مجددي ګواښ وکړ که چیري جمهور رئیس دا تړون لاسلیک نکړي نو ده ته به پرته له دي چې له افغانستان مهاجرت وکړي بله لاره په مخکې نه اوسي.
XS
SM
MD
LG