د لاس رسي وړ اتصالات

د وزارتونو په ظرفیت لوړونې ۳۵۰ ملیونه ډالر لګول کیږي


د وزارتونو په ظرفیت لوړونې د پروګرام پیل غونډه
د وزارتونو په ظرفیت لوړونې د پروګرام پیل غونډه

افغان حکومت غواړي ۳۵۰ ملیونه ډالر په داسې پروګرام ولګوي چې په اساس به یې په وزارتونو کې ظرفیتونه لوړ او نتایج یې محسوسوي.

د وزارتونو د ظرفیت لوړونې دا لګښت د افغانستان له ملي بودېجې مصرفیږي او د افغانستان د بیارغونې د ملاتړ د صندوق پيسې دي چې نړیوالو مرستندویو ورکړي دي.

په پنځو کلونو کې به ددغه پروګرام له لارې وزارتونه وتوانیږي چې دوه زره او پنځه سوه با تجربه کارکوونکي وګماري.

له امنیتي وزارتونو اخوا هر وزارت کولی شي چې له دغه پروګرام ګټه واخلي او دا پروګرام یوازې د خدماتو د ښې عرضې لپاره د وړو، په کارپوهو او باتجربه کدرونو او د رهبرۍ په پوسټونو د کارکوونکو په ګمارنه کیږي.

خو له دغه پروګرام هدف دا دی که کوم وزارت و نه شي کړای ورکړل شوی لګښت بې له نتجې او لاسته راوړنې ولګوي بېرته پرې بندیږي.

ددغه پروګرام پيل نن د چهارشنبې په ورځ د کرهڼې، مالدارۍ او اوبو لګولو د وزارت نه پيل شو، دغه وزارت ته ۳۰ ملیونه ډالر ورکړي شوي دي او ۳۳۱ نوي کارکوونکي به د رهبرۍ په پوسټونو وګماري، دا وزارت توانیدلی چې د پروګرام ټول اهداف پوره کړي.

د کرهڼې وزیر محمد اصف رحیمي وویل، د غذايي مصؤنیت پیاوړي کول ددغه پروګرام د لګښتونو د اخېستو لپاره په مهمو اهدافو او شرایطو کې شامل دی.

اصف رحیمي وویل :

‪"‬د ۳۳۱ باتجربه کارکوونکو ګمارل د افغانستان په تاریخ کې یو انقلاب دی دا ډېره لوړه خبره ده چې مونږ د زراعت په وزارت کې د رهبرۍ په پوسټونو ۳۳۱ داسې کسان ولرو چې ښې تجربې او لوړې زده کړې ولري له دې سره به زمونږ خدمات لوړ لاړ شي، که دا کار مو و نه کړ نو دا لګښت به پر مونږ بند شي.‪"‬

د ماليې وزیر حضرت عمر زاخېلوال ددغه پروګرام په پرانسته کې وویل، نړیوالو مرستندویانو د افغانستان د حکومت په اداراتو کې په تېرو دوولسو کلونو کې د ظرفیت لوړونې په نوم په لسګونو پروژې په لار واچولې ولې هیڅ مؤثرې نه وې.

هغه وویل د کابل د کنفرانس په اساس اوس نړیوال مرستندویان اړ دي چې د دایمي مؤثریت د کارونو او چارو په اجراء کې خپلې مرستې د افغانستان د ملي بودېجې له لارې ولګوي.

ښاغلي زاخیلوال وویل دا پروګرام مؤثر دی هغه وزارتونه چې د ښه کارکولو لپاره پلانونه لري، له دغه پروګرام ګټه اخیستی شي، هغه وویل د عامې روغتیا، پوهنې او د کلیو پراختیا وزارتونو له کرهڼې وزارت وروسته ددغه پروګرام نه ګټې اخېستنې ته تیاري لري
XS
SM
MD
LG