د لاس رسي وړ اتصالات

ایساف : په افغان ځواکونو مو تیل ندي درولي


ارشیف
ارشیف
د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو د افغان حکومت دا خبره نه ده منلې چې ګواکې په افغان امنیتي ځواکونو یې تیل درولي او اکمالات یې ځنډولي دي.

ایساف رسنیو ته په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د جمهور رياست د بیان په اړه خبر شوي دي خو هغه تیل چې افغان امنیتي ځواکونو ترې غوښتي نه یې دي درولي.

د ایساف خبرپاڼه:
‪"‬مونږ د جمهوري ریاست په ويبپاڼه افغان امنیتي ځواکونو ته د تیلو د بندولو له مسئلې خبر یو، مونږ افغان ځواکونو ته تیل نه دي درولي چې له مونږ یې غوښتنه شوې ده، کله چې له مونږ افغان امنیتي ځواکونه څه غواړي مونږ یې ژر اجراءات کو او دې ته به ادامه ورکوو، مونږ د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن یو او دا کار به کوو.‪"‬

په افغان امنیتي ځواکونو د نړیوالو قواوو له لورې د تیلو او اکمالاتو د درولو مسئله هله راپورته شوه کله چې تېره ورځ د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو د ملي امنیت د شورا په غونډه کې چې مشري یې خپله جمهور رئيس کولهدا مسئله یاده کړه.

د غو وزیرانو جمهور رئيس ته ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو په ملي اردو او ملي پولیسو د تیلو او اکمالاتو بندیزونه لګولي دي او په یو شمېر جزوتامونو کې په دوه درې موردو کې دا کار شوی دی.

له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي امنیت د شورا غونډه دې نتجې ته رسېدلې چې د تیلو او اکمالاتو دا بندیز د امریکا له خوا په افغان حکومت یو سیاسي فشار دی ترڅو د هغو شرایطو نه لاس په سر شي چې جمهور رئيس د مشورتي لويې جرګې په پای کې د امنیتي تړون د لاسلیک کولو لپاره په امریکا ايښي وو.

د ارګ خبرپاڼه:
‪"‬د ملي امنیت شورا غونډې د ملي دفاع او د کورنیو چارو د وزیرانو د رپوټ په آوریدو په اتفاق سره د امریکا او ناټو د ځواکونو دغه عمل د پخوانۍ ژمنې او د همکارۍ د روحیې پرخلاف وباله‪"‬
د ارګ اعلامېې ویلي چې مشورتي لويې جرګې د امنیتي تړون په تائیدولو دغه تړون غوښتی خو دا تړون د همکارۍ له لارې لاسلیک کېدای شي نه د فشار او د تړلتیا په رامنځته کولو سره"
تراوسه ارګ د ایساف ددي دریځ په باب غبرګون نه دي ښودلی.
XS
SM
MD
LG