د لاس رسي وړ اتصالات

عراق د افغانستان سره امنیتي تجربې شریکوي


د عراق د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې
د عراق د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې
د عراق د بهرنیو چارو وزیر وايي، افغان حکومت ته یې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کولو په تړاوو د عراق د حکومت تجربې بیان کړي دي.

هوشیار زیباري چې نن دوشنبه په افغان پلازمینه کابل کې وو، وویل افغان حکومت سره یې هغه تجربې شریکي کړي دي چې څنګه دوی و توانېدل له امریکا سره داسې ورته یو تړون بشپړ کړي.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست سره یو ځای خبریالانو ته وویل، دا چې افغانستان اوس د لېږد په پروسه کې دی او د عراق په ګډون افغان امنیتي ځواکونه هم د امریکا مرستو ته اړتیا لري نو ددغه تړون د بشپړولو لپاره یې خپلې تجربې افغانانو ته ویلي دي.

هوشیار زیباري وویل د تجربو شریکول یې ګټور وو.

‪"‬زه فکر کوم چې د تجاربو شریکول ګټور وو، دا چې څنګه عراق د داسې یوه تړون بشپړ کول اداره کړل، ترڅو عراقي امنیتي ځواکونه له یوه اړخه د امریکا مرستې ترلاسه کړي او بل لورته د امنیتي ګواښونو ځواب ووايي.‪"‬

هوشیار زیباري له جمهور رئيس حامد کرزي او له یو شمیر نورو افغان چارواکو سره هم کتلي دي.

کابل ته د عراق د بهرنیو چارو د وزیر سفر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00
جمهور رئيس حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کول هغه مهال ته پریښي چې امریکا یې شرایط ومني، دغه شرایط جمهور رئيس په مشورتي لویه جرګه کې بیان کړل.

دا لومړی وار دی چې د عراق لوړ پوړی دولتي چارواکی افغانستان ته راځي، البته له هغه وروسته چې امریکا عراق ته ننوته.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر هوشیار زیباري دا هم وویل چې افغانستان او عراق دواړه له ورته دردونو رنځيږي او یو د بل په رنځ ښه پوهیږي.

هغه وویل افغان سیاستوالو ته یې د عراق د ترهګرۍ ضد جګړې او مبارزې تجربې هم بیان کړي دي.

د عراق او افغانستان اړېکې

دواړو هیوادونو په خپلو پلازمینو کې سفارتونه پرانېستي دي، خو اوس هڅه دا ده چې د عراق او افغانستان ترمنځ سیاسي او ډيپلوماټیکي اړېکې پسې پیاوړې شي.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر وویل، په خپلو کې ډيپلوماسي به پياوړي کوي او رسمي سفرونه به زیاتوي هغه وویل عراق او افغانستان تاریخي ګډې اړېکې لري او غواړي چې وې پالي.

هوشیار زیباري وویل :

‪"‬زه دلته په کابل کې یم ترڅو د عراق د ورورولۍ پيغام راوړم.‪"‬

هغه وویل کلتوري اړیکو ته به هم پراختیا ورکړي او دواړه هیوادونه یو له بل ګټه پورته کولی شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ضرار احمد مقبل بیا وویل چې کابل ته د هوشیار زیباري د ورتګ ستاینه کوي.

دواړو وزیرانو د افغانستان او عراق ترمنځ یو تفاهم لیک هم لاسلیک کړ، ددغه تفاهم لیک په اساس به عراق هغو افغان زائرینو ته چې دغه هیواد ته د زیارتونو لیدنو ته ورځي اسانتیاوې راولي
XS
SM
MD
LG