د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې ۴۰ زره ښځو د رایې نوي کارتونه اخیستي دي


د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کندهار ولایتي څانګه
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کندهار ولایتي څانګه
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کندهار ولایتي څانګه وايي هڅه کوي چې د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې د دغه ولایت ښځې پراخه ونډه واخلي.

دا لومړی ځل دی چي په کندهار کې د انتخاباتو د اهمیت په اړه د ښځو د پوهاوی په اړه باسواده ښځې د انتخاباتو کمیسیون ته مشورې ورکوي.

د نورو پښتون میشتو سیمو په څير، په کندهار کې هم دودیز حساسیتونه په ټولنیزو چارو کې د ښځو د فعاله ونډه اخیستنې مخه نیولې ده.

خو دا ځل په یوه نوې هڅه کې د انتخاباتو د کمیسیون مقامات غواړي چي ښځې د خپل هیواد د سیاسي زعامت په انتخاب کې له خپل حق څخه کار اخستلو ته وهڅوي.

په کندهار کې لسګونه باسواده ښځې پدې باب د انتخاباتو کمیسیون ته خپلې مشورې په لیکلي بڼه ورکړي.

د کندهار د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د سیمه ييز دفتر مشر انجنیر عبدالهادي داوري وايي چي د ټولنې له فعاله ښځو څخه تر مشورو وروسته غواړي ښځې په انتخاباتو کې پراخه ونډه واخلي.

ښاغلی داوري وايي: «د ښځو ونډه په انتخاباتو کې، ترعنوان لاندې ۲ ورځنۍ مشورتي ناسته د کندهار د بشري حقونو په کمیسیون کې د لسګونو ښځو په ګډون نن پیل شوه.

«موږ هغه د ټولني هغه فعاله ښځې دلته د مشورې لپاره راغوښتې اوغواړو چې نورې خویندي د خپلو راېيو په حق وپوهوي.»

په کندهار کې نږدې ۴۰ زره ښځو د رایه ورکولو نوي کارتونه اخیستي دي او دغه شمیر د انتخاباتو د کمیسیون ولایتي دفتر د قناعت وړ بولي.

خو داسې انګیرل کیږي چي ممکن دغه شمېر يوازې تر ښار او د نږدې ولسوالیو تر مرکزونو پورې محدود وي.

میرمن مرحمه وايي چي باسواده ښځې د انتخاباتو په اهمیت پوهیږي خو غواړي چي بې سواده ښځې هم د انتخاباتو په اهمیت وپوهوي.

دغه راز د ښځو د حقونو یوه بله فعاله، هیله وفا هم په همدې باور ده.

د ښځو د حقونو د ډیرو فعالینو په باور، د تیر په پرتله، اوس ښځې لېوالتیا لري چي د عمل په ډګر کې هم خپل اغیزمن حضور ولري.

دغه اصل ته په کتو سره، هغوی له ټولو ممکنو لارو چارو څخه کار اخلي او هڅه کوي چي د انتخاباتو په ورځ زیاتې ښځې په انتخاباتو کې رایې واچوي.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG