د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د بهرنیو چارو د وزارت دفتر پرانستل شو


Khost, Afghanistan
Khost, Afghanistan
د بهرنيو چارو وزرات په خوست ولايت کې خپل دفتر پرانستی. چارواکي وايي، چې دغه دفتر ته دلته په ديپلوماتېکي، کلتوري او اقتصادي لحاظ ډېره اړتيا لېدل کېده.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د بهرنيو چارو وزرات د نمايندګۍ د پرانستنې پر مهال امريکا غږ ته وويل، چې د خوست پرمختګ، په مختلفو برخو کې د اړتيا د پوره کولو او د ديپلوماتيکو اړيکو د پياوړتيا لپاره په دغه ولايت کې د دغه دفتر پرانستنه ډېره مهمه ده.

هغه وويل، سربېره پر دې، چې دغه ولايت ته د نړيوالو خيريه ټولنو، موسسو او سازمانونو توجه راجلب کړي، محصلين او له بهره راتلونکي افغان زده کوونکي به په ډېرې اسانۍ خپل اسناد ارزيابي او تصديق کړي.

خوست ولايت د خليج د سیمې په عربي هېوادونو کې تر سلو زرو زيات مسافرين لري. د خوست والي نعيمي هيله من دی، چې د تګ راتګ پر مهال د دغه دفتر د خوست د مسافرو ستونزو ته حل پيدا کړي.

نوموړي وويل، چې د متحده عربي اماراتو له سفارته يې هم رسمي غوښتنه کړې ده، چې په دې ولايت کې خپله قونسلګري پرانېزي او د مسافرو ستونزې حل کړي.

ښاغلی نعیمي په دې اړه داسې وايي:«په حقيقت کې د دې رياست ارزښت د ډېرو نورو څخه زيات دی. د نړيوالو موسسو مرستې او کومکونه جلبول، د کورنيو او بهرنيو مهمو چارواکو استقبالول او د خوست ولايت د اړيکو ساتل.»

په خوست کې د بهرنيو چارو د عمومي رياست مسوول غفور شاه مياخېل وايي، چې په اقتصادي، کلتوري او ديپلوماتيکي لحاظ د دغه دفتر پرانستنې ته ډېره اړتيا لېدل کېده.

د خوست والي وويل، چې د پاکستان، متحده عربي اماراتو، ايران او د ځينو نورو هېوادونو سفارتونو ورسره ژمنه کړې، چې د دغه دفتر تر پرانستل کېدو وروسته به دغلته خپلې قونسلګرۍ پرانېزي.

هغه زياته کړه، سره له دې، چې په دې سره به يو شمېر هېوادونو ته د سوداګرو او دغه راز د نورو خلکو تګ راتګ کې اسانتياوې رامنځته شي، بلکې د دوی ديپلوماتيکې اړيکې به هم پراخې شي.

سوداګر هم دا اقدام د سوداګريزو راکړو ورکړو لپاره ډېر مهم بولي او وايي، چې په دې ولايت کې د يو شمېر هېوادونو د قونسلګريو تر پرانستل کېدو وروسته به خپلې سوداګريزي اړيکې پراخې کړي.

د بهرنيو چارو د وزارت د نمايندګۍ تر پرنېستل کېدو مخکې د دې ولايت زياتره سوداګر د ننګرهار له لارې پاکستان ته تلل او په دې سره به يې نه يوازې په سفر کې ستونزې ګاللې، بلکې د تجارتي مالونو په انتقال کې به هم ځنډ رامنځته کېده.

له دې ټولو سره، سره خوست له پاکستان هېواد سره مهمه ترانزيټي لار لري، چې د بهرنيو چارو وزارت پر نمايندګۍ سربېره ځينو قونسلګريو ته هم جدي اړتيا لېدل کېږي.

د خوست اوسېدونکي له دغه رياسته غوښتنه کوي، چې خپلې چارې ښې تنظيم او ترسره کړي، داسې نه، چې د ځينو نورو ادارو په شان يې کارونه په ځنډ سره ترسره کېږي.
  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG