د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزي جنوبي افریقا ته لاړ


ارشیف
ارشیف
جمهور رئیس حامد کرزی د دوشنبې په ورځ د یو لوړپوړي دولتي پلاوې په مشرۍ د نیلسن منډېلا د یاد په مراسمو کې د ګډون لپاره د کابل نه جنوبي افریقا ته لاړ.

دغه مراسم به سبا سه شنبه جهانسبورګ ته نږدې د سوویتو په ښار ګوټي کې چې د نیلسن منډېلا د ځوانۍ د دورې د ژوندانه او مبارزې ځای دی ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې پدغو مراسمو کې به له ټوله نړۍ څخه د څه د پاسه ۶۰ هیوادونو د حکومتونو ریسان ګډون وکړي.

نیلسن منډیلا د پنجشنبې په ورځ د سګو د ناروغۍ له امله د ۹۵ کلونو په عمر مړ شو.

ټاکل شوې ده چې د هغه د خاورې سپارنې مراسم د نړۍ د لوړپوړو چارواکو په ګډون د لیندۍ په ۲۴ مه د کونو په کلي کې چیرې چې هغه زیږیدلی او ژوند کړی، ترسره شي.
XS
SM
MD
LG