د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي امنیت د ریاست د وسلو په ډیپو کې چاودنه شوې


د ملي امنیت د ریاست د وسلو په یو ډیپو کې چاودنه
د ملي امنیت د ریاست د وسلو په یو ډیپو کې چاودنه
د پنجشنبې په سهار، د ملي امنیت د ریاست د وسلو په یو ډیپو کې چاودنه شوې ده چې د کابل پولیسو د وینا له مخې مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي امریکا غږ اشنا رادیو ته وویل چې د سهار په لسو بجو او ۳۰ دقیقو د کابل د شش درک په سیمې کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د وسلو او چاودیدونکو موادو په یو ډیپو کې چاودنه شوې ده.


ښاغلي ستانکزي وویل چې چاودنه د تخنیکي ستونزې له امله رامنځ ته شوه او پکښې د سر زیان نه دی رسیدلی.


د ملي امنیت ریاست په یو بیان کې د دغه ریاست په یو ډیپو کې د نننۍ چاودنې علت د برښنا د مزو شارت کیدل ښودلی او ویلي دي چې دا چاودنه د مخالفانو نه د نیول شوو چاودیدونکو موادو په یو ذخیره کې شوې ده.

د کابل د شش درک په سیمه کې ددغو چاودنو وروسته تور لوګي اسمان ته پورته شول چې اکثرو کسانو دا کڼله چې ګواکې د وسلوالو مخالفانو له خوا د افغان حکومت کوم دفتر تر برید لاندې راغلی دی.

طالبانو په یو بیان کې د برید مسولیت په غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې دا کار د طالبانو له خوا ترسره شوی، خو امنیتي چارواکو په دغه پیښه کې د مخالفو وسلوالو لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

دا پیښه په داسې حال کې شوې چې تیره ورځ هم د کابل د هوایي ډګر سره نږدې یو ځانمرګي برید وشو، چې تلفات یې نه درلودل.
XS
SM
MD
LG