د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: امریکا دي پر خپل دریځ باندي د سره غور وکړي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د شنبې په ورځ په نوۍ ډهلۍ کې وویل هیله لري چې د امریکا متحده ایالات د امنیتي تړون په برخه کې په خپل دریځ باندي د افغانستان د دوامدارې سولې په درشل کې د سره غور وکړي.

ولسمشر کرزی پر خپل دریځ باندي یوځل بیا ټینګار وکړ چې که د امریکا متحده ایالات هوايي حملې او د افغانانو پر کورنو باندي خپل د بریدونو په بندیدو کې هوډ ونکړي او همدغه راز د سولې په بهیر کې مینځګړوي ونکړي نو د افغانستان خلګ به د دوه اړخیز امنیتي تړون څخه ملاتړ ونکړي.

ولسمشر کرزی چې د درې ورځني سفر په ترڅ کې هند ته تللی دی، د جمعې په ورځ یې د هند د صدر اعظم منموهن سنګ سره وکتل او د افغانستان او سیمې د امنیت په هکله یې خبرې ورسره وکړې.

ښاغلي کرزي وویل،، مونږ د هند د حکومت سره بیلابیل مسایل مطرح کړل او بحث مو پر وکړ. په دې خبرو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري او په سیمه کې د امنیت مسله شامله وه. پرته له شکه هند په دې بحثونو کې مثبت نظر درلودی.

د افغانستان د جمهوري ریاست په یوې بیانیې کې راغلي دي چې د دواړو هیوادونو مشرانو د هند او افغانستان ترمنځ په امنیتي او دفاعي چارو کې د دوو اړخیزو اړیکو پر لا ژورتیا باندي توافق وکړ چې په کښي د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو روزنه او تجهیز هم شامل دی چې په دې سره به د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونوعملیاتي وړتیا لا زیات پیاوړې شي.

خو دا چي نوۍ ډهلي به د کابل سره څه ډول نظامي مرسته وکړي، په دې هکله نور جزیات ورنکړل شول. هند تر اوسه پوري د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د دوو ملیاردو امریکايي ډالرو نه زیاته پانګه اچونه کړې ده.


ګډ سرنوشت

په عین حال کې د هند د باندنیو چارو د وزارت ویاند سید اکبرالدین وویل چې د ولسمشر کرزي او منموهن سینګ د لیدو کاتو پرمهال د افغانستان او امریکا ترمنح د امنیتي تړون په هکله خبرې وشوې.

ښاغلي اکبرالدین وویل:،،که چیري غواړی په دې پوه شیْ چې آیا د دواړو خواوو ترمنځ د امنیتي تړون پر مسلې خبرې وشوې ، نو زه به ووایم بلی وشوې ځکه هند او افغانستان دواړه د مشترک سرنوشت سره مخ دي او دواړه هیوادونه د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون ته د سیمې د امنیت او ثبات دپاره د یوې ضروري مسلې په سترګه ګوري.،،


د یادونې وړ ده چې که چیری د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون لاس لیک نشي نو واشنګټن ګواښ کړی دی چې خپل ټول ۴۷ زره امریکايي عسکر به د افغانستان څخه وباسي او که چیري داسي وشول نو نور بسپڼه ورکونکي هیوادونو به هم ښايي د افغانستان د امنیتي او ملکي برخو سره د مرستې لیوالتیا ونه ښيي.

ولسمشر کرزي د هند د ولسمشر پرناب مکرجي، د هند د صدر اعظم سینګ ، د هند د باندنیو چارو د وزیر سلمان خورشید او د هند د ملي امنیت د سلاکار شیو شنکر سره وکتل.

د هند د صدر اعظم سینګ سره د لیدو کاتو پر مهال ولسمشر کرزي د افغاسنتان د سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضیعت په هکله خبرې ورسره وکړې. ښاغلي سینګ په خپلې برخې کې وویل چې هند ډاډمن دی چې د افغانستان خلګ د دې توان لري چې یو قوي باثبات او سوله ایز هیواد د ځان د پاره جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG