د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د نجونو د تعلیم بې ساری پرمختګ


د خوست د پوهنې رياست ماموران وايي چې په دې ولايت کې د زده کوونکو نجونو پر وړاندې د زده کړو په مخ کې کلتوري محدوديتونه تر ډېره حده له منځه تللي دي او هڅه کوو چې نور پرمختګ هم وشي.

زده کوونکې لېنه له دوولسم ټولګي تازه فارغه شوې او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې يې د دوولسم ټولګي سند تر لاسه کړ. لېنه وايي غواړي چې د طب په برخه کې لوړې زده کړې وکړي او د خپل هېواد په بيارغونه کې رغنده رول ولوبوي"

هغه وايي، چې که څه هم اوس زياتره خلک د زده کړو په ارزښت پوهېدلي دي خو بيا هم له دې امله اندېښنه څرګندوي چې يو شمېر کورنۍ لاهم خپلې لوڼه او خويندې درس ويلو ته نه پرېږدي.

لېنه غوښتنه کوي چې د پوهنې مسوولين دې د زده کړو په برخه کې د کلتوري محدوديتونو د له منځه وړلو لپاره کار او پراخ عامه پوهاوی وکړي.

"ښځينه ښوونکې ډېرې کمې لرو حتی په نشت حساب دي.دلته په ولسواليو کې جينکۍ د ښوونکو په نوم راځي. د کورنۍ غړي ورته دا اجازه نه ورکوي، چې سړي درس ورته ووايي. "

د خوست يوه بله تنه زده کوونکې ريا بيا په دې نظر ده، چې که د جينکو لپاره تراسپورت، پوره ښځينه ښوونکې او د درس ويلو مناسبه فضا ولري، نو باور لري چې د دوی د زده کړو په مخ کې پرتې ستونزې به هوارې شي.

سربېره پردې ريا وايي چې د ټولنې کلتوري محدوديتونه هم د دې سبب شوي چې سړي خپلو لوڼو او خويندو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه نه ورکوي، خو زياتوي، چې پر دې ټولو سربېره بيا هم په دې ولايت کې د پوهنې په بهير کې د نجونو پراخې ونډې اخيستنې ته خوشحاله دي.

" زموږ يو شمېر جينکيو ته له دې امله اجازه نه ورکول کېږي، چې په لارو کې امنيتي ستونزې دي. د پوهنې له رياسته دا غوښتنه کوو چې زموږ ستونزې راحل کړي".

سږ کال پدې ولايت کې څه باندې دوه سوه نجونې له دوولسمو ټولګيو فارغې شوې او نږدې درې سوه جينکو په لوړو زده کړو کې د ګډون لپاره د کانکور په ازموينه کې نومونه ليکلي دي.

د خوست د پوهنې رئيس بخت نور بختيار امريکا غږ ته وويل، چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د جينکو د زده کړې لپاره ډېر کار او پراخ عامه پوهاوی شوی دی.
ښاغلی بختيار وايي، چې د زده کوونکو نجونو پر وړاندې د کلتوري محدوديتونو خنډونه تر ډېره بريده له منځه تللي او زياتوي، چې اوس زياتره خلک د زده کړو په ارزښت پوهيدلي او خپلې لوڼه او خويندې ښوونځيو ته د تګ لپاره لېږي.

" د پوهنې بهير بالکل ښه دی، پوره پرمختګ مو کړی دی. اوسمهال ۶۷ ښوونځي د نجونو لرو، چې ۱۴ يې ليسې دي. که چېرې اوسنی حالت له لس کاله مخکې حالت سره پرتله کړې، شايد لس کاله مخکې موږ زر تنه نجونې زده کوونکې هم نه وي لرلې."

دا مهال په خوست کې نږدې اويا ښوونځي د زده کوونکو نجونو پر مخ پرانستي دي، چې څوارلس يې لېسې او پاتې نور يې مځني او لومړني ښوونځي دي.
د پوهنې رياست د احصايې له مخې په يادو شويو ښوونځيو کې شاوخوا سل زره زده کوونکې نجونې په زده کړو بوختې دي.

د پوهنې ماموران وايي، چې په زده کړو کې د نجونو د پراخې ونډې اخيستنې او د ښځينه ښوونکو د روزلو لپاره يې خپلې هڅې جدي کړې دي.
XS
SM
MD
LG