په ننګرهار ولایت کې چارواکي وايي چې درې تنو ځانمرګو د تورخم په سرحدى ښارګوټي کې دناټو پريو تم ځاى بريد کړى او ګڼې موټرې يې سوځولې دي.
دننګرهار دوالي وياند احمدضياعبدالزي اشنا راډيو ته وويل چې پیښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې هغه مهال رامنځته شوه چې درې تنو وسله والو دناټو دموټرو په یو تم ځاى کې پر افغان ځواکونو بريد وکړ او وروسته تم ځاى ته ننوتل.
دوالي وياند وايي وسله والو چې ځانمرګي واسکټونه يې هم پرتن وو دننه په تم ځاى کې يې دموټرو په منځ کې ځانونو ته چاودنه ورکړې ده.
دى وايي چې په دې پیښه کې دعامه نظم ساتنې يو پوليس وژل شوى او دوه نور پوليس زخميان شوي دي.
دوالي وياند زياته کړه چې په دې برید کې دناټو دموټرو ددې تم ځاى درې افغان ساتونکي هم زخميان شوي .
دوالي وياند وايي ځانمرګي وسله وال درې تنه وو او درې واړه يې له منځه تللي دي.
احمدضياعبدالزي وويل چې لومړني معلومات ښيي چې تر اوسه تر لسو بیلابیل ډوله موټرې سوځېدلي دي.
دننګرهار دوالي وياند وايي چې داتم ځاى دهغو قرارداديانو دى چې په ټول افغانستان کې ناټو ځواکونو ته اکمالات کوي.
احمدضياعبدالزي وويل چې په دغه تم ځاى کې هيڅ بهرني عسکر موجود نه وو.
ددې پېښې مسوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى دى.
د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایمیل پواسطه رسنیو ته په استول شوي بیان کې ادعا کړي چې په برید کې یې ګڼ شمیر د ناتو عسکرو ته د سر زیان اړولې دي.
خو دننګرهار دوالي وياند د طالبانو دا ادعا رد کړي ده.
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو ډیر مهم سرحد دي،چې هره ورځ په زرګونو مسافر ددي سرحد له لارې دغو هیوادو ته تګ راتګ کوي.