د لاس رسي وړ اتصالات

په زابل کې د طالبانو یو چارواکې نیول شوی


ارشیف
ارشیف
افغان مقامات وايي چې تیره شپه یې په زابل کې د وسله والو طالبانو یو جګ پوړې چارواکې له خپلو ۸ نورو ملګرو سره ی نیولې دي.

د کندهار د رسنیو او معلوماتو د مرکز ویاند جاوید فیصل وایي چې ددغو وسله والو پر ضد پوځي عملیات افغان ځانګړو قواوو ترسره کړي دي.

د کندهار د رسنیو او معلوماتو د مرکز ویاند جاوید فیصل امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې پوځي عملیات د ۲۰۵ اتل قول اردو ځانګړو ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کړي دي.

فیصل وایي چې په نیول شویو کسانو کې د زابل لپاره د وسله والو طالبانو له خوا نومول شوې د والي مرستیال او ۸ نورطالبان شامل دي

افغان امنیتي چارواکي وايي چي وسله وال مخالفان يې هڅه کوي چې د نورو کلونو پر خلاف سږکال په سړه هوا کې هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړي ، خو امنیتي چارواکي وایي چې دوی يې په وړاندې لا له مخکې چمتوالې نیولې دي.

وسله والو طالبانو د زابل د دغي وروستۍ پېښي په اړه تر اوسه کومه تبصره نده کړي
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG