د مصر موقت حکومت، پرون اخوان المسلمین په رسمي توگه یوه ترهگره ډله اعلان کړه او هغه یې د پولیسو په مرکزونو باندې په وژونکو بریدونو تورنه کړه.
دا نوی اقدام د پخوانی جمهور رئیس محمد مرسي له گوښه کولو وروسته د موقت حکومت له خوا چې پوځ یې پلوي کوي، د اخوان المسلمین په وړاندې سخت غبرگون په ډاگه کوي.
د روانې اونۍ په پیل کې یوې زوره ورې چاودنې د مصر د نیل دلتا د سیمې په منصور نومي ښار کې د پولیسو یوه ودانۍ سخته ولړزوله چې پکې پنځلس تنه مړه او له سلو څخه زیات ټپیان شول.
دا په داسې حال کې دي چې د مصر اخوان المسلمین د نیل د دلتا موټر بمي ځانمرگې چادونه غندلې ده او ددې برید پړه په سینا کې د دیره "انصار بیت المقدس" دلې د القاعده شبکې سره تړاو لري، په غاړه اخیستې ده.
خو د چهارشنبې په روځ د مصر موقت حکومت چې پوځ یی ملاتړ کوي، د اخوان المسلیمن پر ډلی باندې دا تور ولگاوه چې دا برید دوی کړی دی.
چارواکی وایي دا اعلان په دې معنی دی چې د مظاهرو په گډون ددې ډلی فعالیتونه نور منع دي او مقامات کولای شي هر څوک چې په یوې ترهگرې ډلې پورې مربوط وي، تورن کړي.
د مصر مرستیال صدراعظم هوسام عیسی وایي: « پدې تړاو حکومت یو ځل بیا پدی ټینگار کوي چې هر ډول شرایطو کې پخوانی حالت ته بیرته تگ ناممکن دی، او مصر، دولت او خلک به هیڅکله هم د اخوان المسلمین د ډلې ترهگرۍ ته تسلیم نه شي چې جنایتونه یې د اخلاقي دیني او انساني چوکات او حد څخه اوښتي دي.»
د قاهرې یو شمیر اوسیدونکي ددې کار هرکلی کوي: «د صدراعظم دا پریکړه چې اخوان المسلمین یې یوه ترهگره ډله نومولې ده، د هیواد وروستیو پېښو ته په کتو سره سل په سلو کی پر ځای دی.»
بلخوا، د اخوان المسلیمن غړو پرون د ترهگرۍ ټاپه رد کړه او ټینگار یې وکړ چې د محمد مرسي د گوښه کولو پر ضد به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.