د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوالو ځواکونو په تلفاتو کې کمښت راغلی دی


په 2013 کال کې په افغانستان کې د ایساف 151 عسکر وژل شوي دي.
په 2013 کال کې په افغانستان کې د ایساف 151 عسکر وژل شوي دي.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په تلفاتو کې کمښت راغلی دی. د اسوشیټید پریس خبرې آژانس وايي چې دتیرو شپږو کلنو په پرتله، په 2013 م کال کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف قواو ته لږ تلفات اووښتي دي.

خو په عېن حال کې، د افغانستان د امنیتي ځواکونو تلفات زیات شوي دي. د افغان ځواکونو تلفات داسې مهال زیات شوي دي چې د دولسو کلنو ورسته په افغانستان کې افغان ځواکونو د طالبانو خلاف د جګړې مشرتوب په غاړه ا خیستی دی.

په 2013 م کال کې د افغان ځواکونو تلفات دا څرگندوي چې کله چې د ناټو ځواکونه د افغانستان څخه ووځي، نو دغه هیواد به د څومره خطراتو سره مخ وي.

د اسوشیټید پریس خبرې آژانس د حساب له مخې د ناټو تلفات په 2013 م کال کې 151 کسان وو. البته دا د تیرعیسوي کال په پرتله کم دي. تیرکال، د نړیوالو ځواکونو تلفات 394 کسان ښودل شوي وو.

که څه هم د بهرنېو قواو ځانی تلفات کم شویدي خو لا تراوسه پورې هم یاغیان نړیوالې قواوې په نښه کوي. یوازې تېره اونۍ په کابل کې یو ځانمرگي برید، چې د نړیوالو ځواکونو پر کاروان وشو، د ناټو درې عسکر ووژل. په وژل شوو کسانو کې یو امریکايی هم شامل و.

د اسوشیټید پریس خبرې آژانس لیکي چې د افغانستان ملی اردو او پولیسو ته په 2013 م کال 2767 تلفات اوښتې دي، د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېر په 2012 م کال کې 1870 ښودل شوی و. د افغان ځواکونو د ځاني تلفاتو شمیر لږ ترلږه زر تنه زیات شوی دی.
XS
SM
MD
LG