د نوي زیلاند لوبغاړی کوري انډرسن پداسې حال کې د لوبې ډګر ته راکوز شو چې د لوبډلې درې تکړه لوبغاړي سوځیدلي و. لوبه د نوي زیلاند د کوینز ټاون په ښار کې د ویسټ انډیز د لوبډلې په خلاف وه چې د کرکټ په ډګر کې نړیوال شهرت لري.
انډرسن وکړای شو چې په ۴۷ توپونو ۱۳۱ منډي جوړي کړي او د لوبې تر پایه ونه سوځیده.هغه ۱۴ شپږیزې او ۶ څلوریزې ووهلې.
د ویسټ انډیز او نوي زیلاند تر منځ دا لوبه پنځوس اوریزه وه خو د باران له وجې ۲۱ اورونو ته لنډه شوه. پچه ویسټ انډیز وګټله خو د لومړي بیټنګ کولو نوبت یې سیالې لوبډلې ته ورکړه. د نوي زیلاند لوبډلې په ۲۱ اورونو کې د څلورو لوبغاړو تر سوځیدو وروسته ۲۸۳ منډې جوړې کړي.
د نوي زیلاند لوبغاړو جیسي رایډر او کوري انډرسن دواړو سلیزې جوړې کړلې.
د پاکستان د کرکټ د لوبغاړي شاهد آفریدی تر څنګ، د جنوبي افریقا د کرکټ لوبغاړی مارک بوچر دریم مقام لري چې په لږو توپونو یې سل منډې جوړې کړیدي.هغه په په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د زمبابوې د لوبډلې په خلاف په ۴۴ توپونو کې سل منډې جوړې کړې وې.
په څلورم مقام کې بیا د کرکټ د نړۍ مشهوره څیره،د ویسټ انډیز د لوبډلې پخوانی کپتان براین لارا دی،چې په ۴۵ توپونو ېې سل منډې جوړې کړیدي.