د لاس رسي وړ اتصالات

بلاخره ۲۰۱۴ کال راورسید


برتانیا د نوي کال په درشل کې
برتانیا د نوي کال په درشل کې
د طالبانو، القاعدې ، جهاد، تروریزم ډرون او له نورو دغسې کلیمو سره خو له پخوا د افغانانو غوږونه اشنا وو خو په تیرو دوو کلونو کې افغانانو چې یوه بله کلمه ډیره او په پرله پسې توګه اوریدلې هغه ۲۰۱۴ عیسوي کال دی چې نن د چهارشنبې په ورځ را د بره شو.

یو شمیر افغان کارپوهان وایي چې په دې کې هیڅ شک نشته چې دا کال د افغانانو لپاره یو ډیر مهم او سخت کال دی.

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان وایي چې تمه ده چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل د بهرنیو ځواکونو نه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت سپارل او د جمهوري ریاست د انتخاباتو ترسره کیدل به ددې کال په اوږدو کې ترسره شي .

دا کارپوهان د ۲۰۱۴ کال په باب یو لړ اندیښنې بیانوي او دا ګڼې چې په ۲۰۱۴ کال کې به بیا هم د افغانانو په وړاندې لویه ستونزه د امنیت په برخه کې اوسې


خو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزی وایي چې ددې کال په باب اندیښنې سمې نه دي او افغانان به ددې اجازه ورنکړي چې هیواد یې د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته یو ځل بیا په کورنۍ جګړه واوړي.

‎ داودزي د چهارشنبې په ورځ د کورنیو چارو په وزارت کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونو هم د شمیر له پلوه او هم د امکاناتو له پلوه اوس دا وړتیا ترلاسه کړې ده چې خپل وطن وساتي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وویل:

؛؛ مونږ او تاسې ټول الحمدالله په دې هم ایمان لرو چې په جنګ به نه اوړي، او هم زمونږ عزم دی چې جنګ ته به یې نه پریږدو؛؛

داودزي ۲۰۱۴ کال د ۱۹۱۹ کال چې افغانانو په کې د انګریزانو نه خپلواکي اخستې ده کم ونه کڼه وویل چې ددې کال په اوږدو کې به افغانان بیرته د خپل واک خاوندان شي.

خو د افغانستان د پوځي او سیاسي چاروکارپوهان د افغانستان د کورنیو چارود وزیر په څیر ۲۰۱۴ کال ته نه ګوري بلکه دا ګڼې چې دا کال به افغانانو ته یو بل د ستونزو ډک کال اوسي.

د افغانستان د دفاع پخوانې وزیر جنرال عبدالقادر چې د سردار محمد داود خان د رژیم په نسکورولو کې یې لوی لاس درلود امریکا غږ اشنا رادیو ته وویل چې د پوځي وړتیا تر څنګ افغانان یو ډول ذهني ډاډ ته هم اړتیا لري چې هغه د امریکا متحده ایالاتو سره د افغانستان د امنیتي او دفاعي تړون په لاسلیک کیدلو سره تر لاسه کیدلی شي.

جنرال عبدالقادر وویل چې افغان سیاستمداران مسلو ته ډیره جدي پاملرنه نه کوي په داسې حال کې چې خبره داسې نه ده .

جنرال عبدالقادر وویل :

؛؛ په کار دي چې د ټولنې، د سیمې او د نړۍ موجودو واقیعتونو ته پاملرنه وشي ، په کار نه دي چې مونږ کومه لوبه ترسره کړو مونږ ته په کار دي چې پریکړه وکړو؛

د دفاع پخوانې وزیر وویل چې د افغانستان د ملي او نړیوالو اهدافو د پوره کیدلو لپاره امریکا سره تړون لاسلیک کول ضروري دي.

خو افغان حکومت وایي چې دهغو شرطونو د پوره کیدلو پرته چې جمهور ریس کرزي امریکا ته د تړون د لاسلیک لپاره ایښي دي که تړون لاسلیک شي نو په دې حالت د تړون لاسلیک به د جګړې د بندیدلو سبب نه شي.

که څه هم د وسلوالو مخالفانو ډلو لا تراوسه د ۲۰۱۴ په هکله خپل پلانونه په ډاګه کړي نه دي خود ځینو امنیتي چارواکود وینا له مخې یو شی چې څرګند دی هغه سر له اوسه نه د وسلوالو مخالفانو له خوا په راروان پسرلي کې جګړې ته چمتوالی نیول دي چې دامنیتي چارواکود وینا له مخې په یو شمیر ولایتونو کې مخالفو وسلوالو د نورو کلونو په خلاف سږکال د ژمي په موسم کې هم تر خپل نفوذ لاندې سیمې نه دي پریښي.
XS
SM
MD
LG