د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: د بګرام د زندان څخه ۸۸ بندیان آزادوو


افغانستان وايي ۸۸ تنه بندیان به د امریکا له اندېښنې سره سره خوشې کړي.د روېټرز خبري اژانس لیکي چې افغانستان به هغه 88 بندیان چې دخوشی کولو پلان یې جوړ شویدی له زندان نه آزاد کړي. که څه هم د امریکا حکومت په دې برخه کې اندېښنې لري چې دغه بندیان ډیرخطرناک دي او غواړي چی هغوي په توقیف کې واوسي.

د رویټرز خبري اژانس دا خبرې د هغه هیئت له قوله کړي دي چې ددغو بندیانو په دوسیو باندې غور کوي. دغه بندیان کابل ته نږدې د بګرام په هوايي اډه کې ساتل کېږي او دامریکا حکومت په دې نږدې وخت کې د بګرام د زندان د افغانستان حکومت ته حواله کړ . هغه وخت هم د بګرام د زندان سپارل افغان امنیتي ادارو ته د امریکا او افغانستان ترمنځ د تشنج اوجنجال سبب و.

کله چې دامریکا حکومت وویل چې ددې ثبوت شته دی چې دغه بندیان د خارجی قواو په وژلو کې لتاړ وو او امنیت ته ټینګ گواښ گڼل کېږي، نو ولسمشر حامد کرزي دافغانستان د استخباراتو مامورانو ته هداېت وکړ چې ددغو بندیانو ددوسیو د غور او کتنې هیئت ته نور معلومات هم برابر کړي.

دادرس: شواهد نسته چې پراساس یې محبوسین په بند کې وساتل سي

د بندیانو په دوسیو باندې د غور دهیئت رئیس شکور دادرس وویل چې شواهد دانه څرګندوی چې دغه محبوسین نور په زندان کې وساتل شي. ښاغلي دادرس د رویټرز خبري اژانس ته وویل زموږ فیصله دا ده چې دغه زندانیان ژر تر ژره خوشي شی ځکه چې دهغوی خلاف داسې شواهد نشته چې هغوي مجرمان وګڼل شي.

ددغو بندیانو په سر عدم توافق یوه بله جنجالي مسله ده چې د افغانستان او امریکا ترمنځ یې مناسبات نور هم خړ پړ کړل. د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکې په دې خبره باندې په ټینګه سړې شویدي چې ولسمشر کرزي د یوشمیر دلایلو پر بنا له دینه انکار وکړ چې د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي. دغه تړون په افغانستان کې دامریکا راتلونکې کړنلاره برابرولی شی په تیره بیا هغه وخت چې د نړیوالو قواو زیاته برخه له افغانستان څخه د 2014 م کال په پای کې ووزي.
XS
SM
MD
LG