د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو د ۴۱۴ مرکزونو امنیت نه شي نیول کېدای


د کورنیو او ملي دفاع وزارتونو د چارواکو ګډ حبرې کنفرانس
د کورنیو او ملي دفاع وزارتونو د چارواکو ګډ حبرې کنفرانس
افغان امنیتي ادارې وايي، د ټاکنو په ورځ د ۴۱۴ رايي ورکولو د مرکزونو امنیت نه شي نیولی او د رايي کارولو دا مرکزونه به غیری فعال وي.

امنیتي ادارو نن د شنبې په ورځ د ټاکنو کمیسیون ته د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب پلان سپارلی،ددغه پلان له مخې افغان امنیتي ادارې د رایو ورکولو د ۶۸۴۵ مرکزونو نه د ۶۴۳۱ مرکزونو امنیت نیولی شي او دامنیتي دلایلو له مخې د پاتې نورو مرکزونو امنیت نه شي نیولی.

د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت چارواکو نن په کابل کې خبریالانو سره د ټاکنو د امنیتي پلان د شریکولو په مهال وویل چې د وسله والو مخالفینو د ګواښونو ترڅنګ نور داسې تهدیدات هم شته چې له امله به یې دغه شمېر مرکزونه غیر فعال پاته شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل،دا ۴۱۴ مرکزونه د افغانستان په سویل، ختیځ، سویل لویدیځ او ان په شمال ختیځو ولایتونو کې دي، خو هغه په ځانګړي ډول ولایتونه او ولسوالۍ و نه ښودلې.

ښاغلي صدیقي وویل، د ټاکنو ځانګړي کمیسیون په تېرو شپږو میاشتو کې پوره څېړنه کړې ده او دا یې موندلې چې دغو مرکزونو په وړاندې کې ګواښونه شته.

ښاغلي صدیقي وویل :

"مونږ په درېیو میاشتو کې کوښښ کوو چې پدغه غیری فعال مرکزونو کې یعنې له ۴۱۴ مرکزونو نه هم یو لړ مرکزونه پرانیزو او ټاکنو ته زمینه برابره کړو."

خو صدیقي وویل یو لړ عملیات یې په لوګر، کنړ، بدخشان، فاریاب او نورستان کې په لار اچولي وو او هلته د یې د ټاکنو د رايي ورکولو د مرکزونو په وړاندې شته ګواښونه لرې کړي دي.

بل لورته د ملي دفاع وزارت د ځمکني قواوو عمومي قومندان ډګر جنرال مراد علي مراد چې په دغه خبرې ناسته کې حاضر وو، وویل چې د ټاکنو په وړاندې لوی ګواښ امنیتي ګواښونه دی ولې هغه وویل چې هڅه کوي چې دا ډول ګواښونه هم تر ټاکنو دمخه له منځه یوسي.

جنرال مراد وویل دا ځل د ټاکنو امنیت یوازې د افغان قواوو له لورې نیول کیږي او چې دا د دوی د پیاوړتیا څرګندوي کوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي هم وویل چې ملي دفاع وزارت د ژمي په اوږدو کې د عقاب د عملیاتو په پراخېدلو او مؤثره کېدو ټینګار کوي او ددغو عملیاتو له لارې د ټاکنو د مرکزونو امنیت لاخوندي کوي.

افغان امنیتي چارواکي وايي، چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د ټاکنو په مهال ۹۰۰ مرکزونه غیری فعال وو، دوی دا هم لویه لاسته راوړنه ګڼي چې افغان قواووې یوازې نه شي کولی د اووه فیصده مراکزو امنیت وساتي.

XS
SM
MD
LG