د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د آټومي پروګرام په سر شوې موافقه عملي کیږي


د موافقې په اساس به د جنوري په ۲۰ نیټه د ایران د آټومي پروګرام فعالیتونه به وځنډول شي.
د موافقې په اساس به د جنوري په ۲۰ نیټه د ایران د آټومي پروګرام فعالیتونه به وځنډول شي.
ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو استازو په دې اړه سره موافقې ته ورسیدل چې په ژینیو کې حاصله شوې موقتي موافقه په څه شکل عملي کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د موافقې عملي کول بله هفته د جنورۍ د شلمې نه پیل کیږي. داروپایي اتحاد د بهرنیو اړیکو د څانگې مسوولې مېرمن کاټرېن اشټون هم د دغې خبرې تصدیق کړی.

میرمن اشټون وايي چې د ملگرو ملتونو د اتومي وسلو د څارنې اداره به د ایران اټومی مرکزونه معاینه کړي.

له بلې خوا، د امرېکا جمهوررئیس بارک اوباما د یکشنبې وویل که ایران پر موقتي موافقې باندې عمل وکړ، نو امریکا او ملگري هیوادونه به یې اقتصادي بندیزونو په نرمولو باندې غور وکړي.

د امرېکا جمهورئیس باراک اوباما ومنله چې د اېران سره د یوې وروستۍ او جامع موافقې لاسلیک کیدل به خورا گران کار وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم وویل چې د ایران سره به خبرې اترې مشکله وي. خو هغه دا هم وویل چې د دې چانس ډیر دی چې د امریکا د ملي امنیت مهمه موضوع [د ایران آټومي پروګرام] په سوله ییزه توګه حل شي.

ښاغلي اوباما وویل چې که چیري د امریکا کانګرس هغه لایحه چې په ایران باندې د لا ډیرو بندیزونو د لګولو سپارښتنه کوي تصویب کړي، نو دی به یې ویټو کړي.

خو جمهور رئیس باراک اوباما دا خبره هم وکړه چې که چیري ایران د موافقتنامې په عملي کولو کې پاته راشي نو واشنګټن به په دغه هیواد باندې د نورو بندیزونو په لګولو باندې غور وکړي.

غربي هیوادونه په ایران باندې تور لګوي چې د اټومي پروګرام هدف یې د اټومي وسلو جوړول دي. خو ایران بیا وايي چې د اټومي پروګرام هدف یې دا دی چې هستوي بریښنا تولید کړي او په نورو ملکي برخو کې د اټومي انرژۍ نه ګټه واخلي.
XS
SM
MD
LG