د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د فیفا د ٢٠١٣ کال د باتور ټیم جایزه وگټله


افغانستان د فوټ بال د کال ٢٠١٣ د باتور ټیم جایزه واخیسته
افغانستان د فوټ بال د کال ٢٠١٣ د باتور ټیم جایزه واخیسته

دغه جایزه هرکال په نړۍ کې هغه ټیم ،شخص یا ادارې ته ورکول کیږي، چې په تېر یوه کال کې یې د لوبې اصول رعایت کړي وي او په میړانه لوبیدلي او یا ېې د سختو شرایطو سره د فټ بال ودې ته کار کړی وی..
د فوټبال نړیوال فدراسیون- فیفا د دغې جایزې د اعلان پرمهال د افغانستان فدراسیون په اړه ویلي چې 'سره له دې چې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو د اغیزو نه نه دی وتی ، خو بیا هم د افغانستان فوټبال فیدراسیون په تېر یوه کال کې، په ټول هیواد کې د دغې لوبې د پرمختګ لپاره او دا شان د غوره مسلکي هلو ځلو په ترسره کېدو کې ښه مهم پړاوونه ترسره کړې دي''.
د یادونې وړ ده چې دا د افغانستان د فټ بال په نوی کلن تاریخ کې لومړی ځل دی، چې د افغانستان فوټبال ټیم د فیفا نه دغه ډول مهمه جایزه ترلاسه کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم چې په دغو مراسمو کې گډون کړی و.، دغه جایزه ترلاسه کړه. د اردن شهزاده ورته دغه جایزه ورکړیده..
ښاغلي کریم د دغې جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل، چې افغان لوبغاړو په تېر یوه کال کې تل د جرات او شفافیت ډکې لوبې لپاره زیار ایستلی او لاسته راوړنې یې ټولو ته څرگندې دي.
دغه د شفاف او د جرات نه ډکې لوبې جایزې د کال ١٩٨٧ نه پیل شویدي او د فوټبال نړیوال فیدراسون ېې هر هغه ټیم لوبغاړي شخص یا ادارې ته ورکوي چې په تیر یو کال کې ېې فټ بال د لوبې د ودې دپاره په میړانه ،په فټ بال لوبه کې د شفافیت او عدالت او د فټ بال دپاره د شرایطو برابرولو کې زیار ویستلی وي،ورکوي.
د فوټبال په بېلابېلو برخو کې د جایزو ورکولو جشن هر کال د فیفا ۲۰۹ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په سویس کې ترسره کیږي.

په تېر کال کې یوه مهم سیالي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستۍ سیالي وه، چې نژدې له لس کال وروسته ترسره شوه.
په تېر میلادي کال کې یوه مهم سیالي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستۍ سیالي وه، چې نژدې له لس کال وروسته ترسره شوه.
د فټ بال د نړیوال فیدراسیون مسولین افغانستان په دې ستايي چې دوي دجنگ ځپلي هیواد په سختو شرایطو ،د مخالفینو په حملو او نورو مشکلات برسیره افغانستان کې د فټ بال لوبه مروجه کړه. د پاکستان په شان سیال هیواد ېې را وبللو او ډیره صمیمیت سره ېې ورسره لوبه وکړه. بیا د افغانستان فټ بال ټیم په دې وتوانیده چې د هند نه د جنوبي اسیا د کرکټ سیالۍ هم وگټي. هیواد ته یو ستر ویاړ راوړي .د خلکو د خوښۍ سبب شي او د فټ بال په وسیله افغانستان کې د ملي وحدت یوه نوې دور پیل کړي..
  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG