د لاس رسي وړ اتصالات

لاریون کوونکي: د دفاع وزارت یوه چارواکي مو ځمکې نیولي


د غور ولایت د لعل و سر جنګل ولسوالۍ په لسګونو اوسیدونکو نن د افغانستان د پارلیمان ودانۍ ته مخامخ یوه مظاهره جوړه کړې وه. دغو کسانو د افغانستان دفاع وزارت د ځمکنیو قوتونو پر قوماندان مراد علی مراد تور لګاوه چي د خپل دولتي موقف نه په استفادي سره یې د دوي په زرګونه جریبه ځمکه غصب کړیده.

د دغو لاریون کونکو یو تن حسن علی احساني وايي مرادعلي مراد د سیمې د نږدی ۴۰۰ کورنیو پنځه دفتره ځمکه غصب کړید.

" مراد علی مراد د افغانستان دځمکنیو قوتونو عمومی قوماندان د ۴۰۰ کورنیو پنځه دفتره ځمکه غصب کړط چي په زرګونه جریبه کیږي. د ده په ځای چی مراد علي مراد له مونږ سره مرسته وکړي او مونږ په هغه وویاړو ، خو نن هغه د یو شمیر یتیمانو او کونډو رنډو روزي له لاسه اخلي. "

لاریون کونکي وايي جنرال مراد له قدرتي قوت نه په ګټي اخیستو سره دوي مجبوروي چي خپلې ځکمې دې پریږدي.

" جنرال مراد علي مراد د دولتي رینجرو او دولتي قوتونو نه په ګټې اخیستو سره د خلکو کورونو ته ورځي او خلکو ته ګواښ کوي چي یا د خپلو کورونو ونه اوځي او له ځمکی دې لاس په سر شي که نه نو مونږ به مو په زوره له ځمکو وباسو. نو لږ شمیر فیقر او بی وسه خلک په سیمه کي پاته دي او ډیری له خپلو کورونو نه راوتلي او د ملت دروازی ته مخامخ لاریون کوی ، ځکه دا مونږ وو چي دغو وکیلانو ته مو رایې ورکړې او اوس ترې مرسته غواړو."

د لعل و سر جنګل د دغو اوسیدونکو په وینا دغه ځمکي د روان کال د روژې د میاشتې نه قابو ۵ میاشتی دمخه د جعلی قبالې په وسیله چې د شواهدو له رویه د جنرال مراد په کور کي جوړه شوې وه ، له دوي غصب شویدي. حسن علی وايي جنرال مراد حتا د ۱۳۶۰ تر ۸۰ کالونو تر منځ د دغو ځمکو خاوندان غولولي دي او ځمکې يي تری غصب کړی دي

حال دا چي جنرال مراد ادعا کوي چي د دغو ځمکو د اخیستو لپآره شرعی قوالې لري .
جواد د لاریون کونکو بل تن دی چی وايي هغه شاړې ځمکی چی پلرونو یی کرنې ته چمتو کړيدي، جنرال مراد ترینه په زور اخیستي دي:

" دا هغه ځمکې دي چې زموږ پلرونو د کرنې لپاره چمتو کړېدي او نیالګي یې پکښې ایښي دي او په دې لار کی یی ستونزی ګاللی دی . مونږ په ۱۳۶۷ کال کی د اصلي مالک نه اخیستي دي او قواله هم لرو. اوس جنرال مراد د دولتي قدرت او د جعلي اسنادو نه په استفادې سره دا ځمکې په خپل نوم کړيدي. دا د دفاع وزارت دوهم لوړ پوړي چارواکی دی."

دغه لاریون کونکي وايي د تیر کال راهیسي يي په دې اړوند دوه درې لاریونونه کړیدي خو د جنرال مراد د دسیسو له امله پارلیمان د هغوی غږ ندی اوریدلی.

د دفاع وزارت د ځمکنیو قوتونو عمومی قوماندان جنرال مراد علی مراد هم دغه څو څو ځلي لاریونونه مني خو دا د ځان پر ضد یوه جوړه دسیسه ګني چي وايي په پارلیمان کی د دغه سیمې د یو وکیل په لاس ورته جوړه شوې ده :

" دا لومړی لاریون ندی، څه موده دمخه هم د دغی سیمی د یو وکیل سید نادر بحر لخوا ما سره د شخصي دښمنیو او زما د شخصیت د تضعیفولو لپآره داسی لاریونونه جوړ شويدي. دا زما لخوا د ځمکو غصب نه بلکه دا د کوچیانو او سیمه ییزو خلکو تر منخ مساله ده.

" د کوچیانو اسناد نږدی ۶۰ کاله مخکیني قانوني اسناد دي چې د ۳۵ کالو په اوږدو کی د بحر غوندې کسانو د کوچیانو پر ضد استعمال کړیدي. او حتا د کوچانو دوه تنه بزګران يي وژلي او هغوی یی له سیمی تښتولي دي. زه د ځان په ضد ادعا ردوم ما د دغو وروستیو کلونو په اوږدو کي په لعل و سر جنګل کې ژوند ندي کړي ."

ډیری افغانان له زورواکانو نه ګیله من دي چې د دولتي واک اختیار او زور نه په استفادې سره یی د دوي په ځمکو اوجایدادونو خیټه اچولې او دوي یی له خپلو کلیو او مېنو نه شړلي دي. خو افغانان وايي په دولت کې د پراخ فساد د شتون له کبله تر دې دمه د ځمکو د غصب په اړوند هیڅ دعوې، لاریون او اعتراضي غږ ته پام ندی شوی.

ځکه دوی وايي په دغه راز پیښو کي ډیري زورواکان ښکیل دي او څوک ندي تواندیلې چې اخیستل شوي ځمکې د دوي له کومې راوباسي.
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG