د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د رسینو ځیني کارونه د قانون نه سرغړونه ګڼي


د افغانستان حکومت وایي چې د امریکا او افغانستان تر منځ د دفاعي او امنیتي تړون په اړه د هیواد په مطبوعاتو کې د ځینو ناڅرګندو منابعو لخوا یو اړخیز پیغامونه خپریږي. حکومت د عدلي او قضایي ادارو نه غوښتلي دي چې پدې اړه دې څیړنې وکړي او مسؤل کسان دې پیدا کړي.

د افغانستان د حکومت د رسنیو مرکز په یوې خبرپاڼې کې وایي چې په یو شمیر تلویزوني اعلاناتو کې د لویې جرګې د نوم نه د سیاسي ګټو لپاره کار اخیستل کیږي. پدغو اعلاناتو کې د ولسمشر حامد کرزي نه غوښتل کیږي چې د امریکا سره دې دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړي.

په خبر پاڼې کې دغو اعلاناتو ته د ناوړه تبلیغاتو یا پروپاګن خطاب شویدی که په ریبښتا هم دا تور ثابت شي، افغان حکومت به د مسؤلو کسانو سره څه ډول چلند کوي.

آیا مطبوعات دا حق لري چې د بیان د آزادۍ په نامه دا ډول مهمې مسلې د تجارتي اعلانونو په نامه خپرې کړي پداسې حال کې چې څه موده وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي د مطبوعاتو نه غوښتلي ؤ چې داسې مسایل دې نه خپروي چې په هیواد کې د ولسونو تر منځ نفاق ته لمن وهي او ملي ګټو ته زیان رسوي.

د افغانستان د حکومت د رسنیو د مرکز مشر صفت الله صحاف صافی وایي:

" د رسینو د قانون او د بیان د آزادۍ د اصل په پام کې نیولو سره ، ټولې رسنۍ دا حق لري چې تجارتي اعلانونه او یا د خلکو نظریات خپاره کړي خو هغه وایي پکار ده چې په مهمو مسایلو کې د هرې رسنۍ د خبر او اعلان سرچینه معلومه وی تر څو افغان ولس پرې پوه شي چې دا نظر د چا دی او له کومه ځایه کیږي. "

ښاغلی صافی همدرانګه وایي " که چیرته دا کار د کومې سیاسي ډلې لخوا کیږي، هغوي حق لري خو پکار ده چې آدرس یې معلوم وي. په ځینو رسنیو کې داسې اعلانانونه پدې ورځو کې مخ په زیاتیدو دي چې پکښې ښودل کیږي، چې ګواکې ټول افغان ولس پدې خبرې یوه خوله ده چې باید د امریکا سره دې دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک شي. "
ښاغلی صافی وایي " خلکو خپلې غوښتنې په مشورتي لویې جرګې کې کړیدي او د هغوي غوښتنې د افغان حکومت په پالیسې کښې په پام کې نیول شویدي."
بل پلو د افغانستان د ژورنالیستانو د اتحادې منشي، رحیم الله سمندر هم ددې خبرې سره موافق دی چې " هیڅ رسنۍ باید د یوه مشخص آدرس یا سرچینې پرته د هیواد مهمو مسایلو په اړه دا ډول خبرونه یا اعلانونه خپاره نکړي. "

ښاغلی سمندر وایي اوس په افغانستان کې د رسنیو لپاره قانون شته او هر څه واضح دی. هغه وایي هغه رسنۍ چې د موجوده قوانینو نه سرغړاونه کوي او یا داسې مسایل خپروي چې د هیواد ملي ګټو ته زیان رسوي، پکار ده چې افغان حکومت د هغوي سره قانوني چلند وکړي او د دې پر ځاې چې هغوي عدلي او قضایي ادارو ته وسپاري، حکومت کولای شي چې مخامخ د هغوي نه پوښتنه وکړي.

په عین حال کې ښاغلی رحیم الله سمندر د حکومت نه ګیله کوي چې په ټولو موضوعاتو کې د رسنیو سره یو ډل چلند نه کیږي.

سمندر همدرانګه وایي سره لدې چې په افغانستان کې پدې تیرو څو کالونو کې مطبوعاتو زیات پرمختګ کړیدی خو د هغه په قول " له بده مرغه یو شمیر مطبوعات د زورواکو او سیاسي ډلو په لاس کې دي چې هر څوک ترې ګټه اخیستلا شي."

رحیم الله سمندر وایي حتی امکان شته چې بهرني هیوادونه هم د دغو مطبوعاتو نه ګټه واخلي او زیاتوي چې حکومت ته پکار ده چې پدې برخې کې جدي څارنه وکړي او رسنۍ دیته پرې نږدي چې د ملي ګټو په خلاف تبلیغات وکړي.
  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG