د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکي همکارۍ نوې اداره


جمهور رئېس بارک اوباما د ٢٠١۴ مېلادي کال د جنورۍ په اولسمه د افغانستان او پاکستان سره د امرېکا د ستراتېژېکي انډېوالۍ د پېاوړتېا په منظور د خارجه چارو د وزارت په چوکاټ کې د ېوه نوي مستقل دفتر د جوړولو رسمی فرمان جاري کړ.

د سپېنې ماڼۍ ېوه مطبوعاتي اعلامېه چې د جمعې په ورځ ناوخته په واشنگټن کی خپره شوې ده، وایي چې جمهور رئېس براک اوباما د امرېکا د اساسي قانون د ٢٠٢ مادې د ٣١٦١ فقرې د حکم پر اساس د خپل قانوني صلاحېت نه په استفاده ېو فرمان جاري کړې دی چې دهغې له مخې به د امرېکا د خارجه وزارت دننه ېو نوې موقتی سازمان چې د افغانستان او پاکستان سره د ستراتېژېکي انډېوالۍ د دفتر چې دAPSOPپه مخفف نوم به ېادېږي جوړېږي.

د سپېنې ماڼۍ په مطبوعاتي اعلامېې کې راغلي دي چې دا نوې دفتر به دامرېکا د حکومت د نورو وزارتو د ځانگړواجراېېوي پروژو عملي کول په غاړه ولري چې د افغانستان او پاکستان سره د امرېکا د ستراتېژېکي انډېوالۍ او ملگرتېا د ودې، او دغو دواړو ملکونو کی د امنېت او ثبات د ټېنگولو او هلته د امرېکا د عادي ېپلوماتېکي موجودېت د پېاوړتېا په خاطر به عملی کېږي.

د سپېې ماڼۍ اعلامېه زېاتوي چې ددې موقتی دفتر په وظاېفو کی دا هم شامل دي چې د فرمان له مخې به خپل فعالېتونه په لاندې ډول مخ پر وړاندې بېاېې:

اول : دهغو فدرالي ادارو مرسته به کوي چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو سره د امرېکا د ستراتېژکي ملگرتېا د ټېنگولو لپاره کار کوي.

دوېم: ددې موقتی دفتر کار به د امرېکا د اساسي قانون د غوښتنې سره سم د خپل عظمي معېاد د پوره کېدلو نه وروسته د امرېکا د خارجه وزېر په حکم پای ته رسول کېږي.

درېم: ن کله چې بودجه ېې برابره شوله نو د قانون د غوښتنې سره سم به دا فرمان عملی کېږي.
څلورم: ددې فرمان هېڅ کومه ماده او ېا برخه باېد هرگز داسې تعبېر نه شی چې گوندې د امرېکا د حکومت د نورو وزارتونو او ېا ادارو، ېې د امرانو او رېسانو د قانوني صلاحېتونو د حذف کېدلو معنی لري.

ددې نوي دفتر بودجه به د اداري او بودجوي مقرراتو سره سم د فدرالي حکومت بودجې د کنټرول عموی دفتر پر غاړه لري.

د سپېنی ماڼۍ اعلامېه په پای کی واېې د فرمان مقصدا دا نه دی چې څوک دې کوم جلا او ځانگړې واک ولري او ېا دې ورنه د امرېکا د حکومت د نورو وزارتونو ،د هغوۍ د مامورانو، کارمندانو ، متعلقه ادارو او ېا افرادو پر ضد څوک استفاده وکړي.
XS
SM
MD
LG