د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور په نړۍ کې د ګوزڼ د ویروس تر ټولو ستره ذخیزه ده


د روغتیا د نړیوالې ادارې څیړونکو دا معلومه کړیده چې پروسږکال په پاکستان کې چې د ګوزن د ناروغۍ هر څومره قضیې ثبت شوي، ریښې یې په جنیټکي توګه د هغو ویروسونو سره تړلی دی چې په پښور کې معمول دي.

دغو څیړونکو د پاکستان د شمالي لویدیځ د ډیرو ښارونو نه د ګوزڼ د ناروغۍ د ویروس نمونې یا سمپلونه راټول کړیدي او دا یې ثابته کړیده چې پدغو سیمو کې د ګوزڼ د ناروغۍ ویروس په زیاته اندازه خپور دی.

د روغتیا نړیواله ادارې پدې څیړنې کې معلومه شویده چې 90 په سلو کې د ګوزڼ ناروغۍ چې تیر کال په پاکستان کې ثبت شویدي، ریښې یې د پیښور سره تړلي دي. په رپوټ کې ویل شویدي چې په افغانستان کې هم چې د ګوزڼ 13 قضیې پروسږکال ثبت شویدي، 12 یې د خیبر پښتونخواه د پیښور د سیمې سره تړلې دي.

په پاکستان کې د روغتیا په نړیوالې ادارې کې د ګوزڼ د ناروغې د له منځه وړلو د چارو تنظیم کوونکی ایلیاس دورې وایي سیمه ایز چارواکو ته پکار ده چې د ګوزڼ د واکسین کوونکو د مبارزینو د کارونو د تقویت لپاره دې جدي او عاجل اقدامات وکړي تر څو د دغه ویروس مخه ونیول شي.

ښاغلی دورې وایي په پیښور کې د دغې ویروس موجودیت له یوې خوا د ګوزڼ د ناروغۍ د مخنیوي په برخې کې هغه کامیابۍ د خطر سره مخ کوي چې پدې تیرو څو کالونو کې شویدي او په عین حال کې دا امکان هم شته چې په نړیواله کچه د ګوزڼ د ناروغۍ د له منځه وړلو هڅو ته هم ستونزې پیدا کړي.

" که چیرته په پاکستان کې د ګوزڼ د ناروغۍ د له منځه وړلو پروګرام په پیښور کې ددې ویروس د خپریدو مخه ونه نیسي، دا امکان نشته چې د دې هیواد نورو سیمو ته ددې ویروس د خپریدو مخه ونیول شي. نو په پیښور کې چارواکو ته پکار ده چې د دغه ویروس د خپریدو لپاره دې چې پدې تیرو څو کالونو کې په پرله پسې ډول یې خپریدل روان دي، په ریښتیني ډول هلې ځلې وکړي.

ښاغلی دیورې وایي چې د پښور په شاوخوا سیمو او همدارنګه د پاکستان په یو شمیر نورو ښارونو کې د ګوزڼ د ناروغۍ په واکسین کوونکو باندې مرګاني بریدونه د دې سبب شویدي چې ددغه ناورغۍ د له منځه وړلو ملي هڅې کمزورې شي.

هغه وایي د پاکستان حکومت پدې تیرو څو کالونو کې د دې ناروغۍ په مخنیوي کې د پام وړ کارونه کړیدي خو د هغه وخت راهیسې چې د واکسین کوونکو لپاره خطرونه پیدا شویدي، دا چارې یې هم ټکنۍ کړیدي.

پاکستاني طالبانو د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د ګوزڼ د ناروغۍ په واکسین کوونکو بریدونه کړیدي او په هغوي یې تور لګولی چې “ د امریکا جاسوسان دي او یا دا کار پدې خاطر کوي چې مسلمانان شنډ کړي او د اولاد راوړلو نه یې وغورځوي. “

په واکسین کونکو باندې اکثره بریدونه په پیښور کې شویدي او هغه پدې خاطر چې دا سیمه د ناکراره قبایلي علاقو سره تړلې ده چې جګړه ماران پکې مرکزونه لري.

په پاکستان کې د روغتیا په نړیوالې ادارې کې د ګوزڼ د له منځه وړلو د چارو تنظیم کوونکی ښاغلی ایلیاس دیورې یو ځل بیا وایي که چیرته د ګوزڼ د ناروغۍ ددغه ویروس د مخنیوي لپاره جدي اقدامات ونشي، د دې احتمال شته چې په پاکستانیو به د سفر کولو او هغوي ته د ویزې ورکولو شرایط سخت شي.

" زه فکر کوم دا اندیښنه پر ځای دی او پکار ده چې پدې اړه فکر وشي. "

رپوټ وایي په هند کې بیا دا دریم کال دی چې په پرله پسې ډول د ګوزڼ هیڅ کومه قضیه نده ثبت شوې. ټول هغه پاکستانیان چې هند ته ځي، سر د راتلونکي میاشتې نه به یې سابقه کتل کیږي چې آیا د ګوزڼ واکسین یې کړیدی او که نه.

بل پلو عمران خان چې ګوند یې اوس په خیبرپښتونخواه کې حکومت وایي د جمعې په ورځ یې په اسلام آباد کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال په پیښور کې د ګوزڼ د ناروغۍ ستونزه ومنله خو ژمنه یې وکړه چې پدې برخې کې به جدي هلې ځلې کوي.

عمران امریکا هم پدې کې یو څه ملامته وګڼله چې په پاکستان کې د ګوزڼ د ناروغۍ د معافیت پروګرام ته یې زیان رسولی.

عمران خان وایي " د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې یا سي آی اې د شکیل آفریدي په نامه د روغتیايي چارو د یوه مامور نه د سخت دریزه ډلو په اړه د استخباراتي معلوماتو د راټولو لپاره کار اخیستی وه او همدې کار هلته خلک ډیر په غصه کړیدي او هم د ګوزڼ د واکسین په کارکوونکو باندې بریدونه زیات شویدي. "

شکیل آفریدي د یوه جعلي واکسین د کمپاین له لارې د پاکستان د ایبټ آباد په ښار کې د امریکا د متحده ایالاتو سره دا مرسته کړې وه چې د القاعده د شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن ځای تثبیت کړي. په هغه باندې د 33 کاله بند تیرولو سزا راختلې ده چې واشنګټن هم پرې غصه ده.

افغانستان، پاکستان او نایجریا په نړۍ یوازیني درې هیوادونه دي چې د ګوزڼ ناروغي پکې اوس هم زیاته ده خو د روغتیا نړیواله اداره یا WHO وایي پاکستان یوازینی هیواد دی چې پروسږکال پکې زیات خلک د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شویدي.
XS
SM
MD
LG