د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې په ګډه پوځي اډه برید شوی‬


ارشیف
ارشیف
د کندهار د ژړۍ په ولسوالۍ کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په یوې پوځي اډې یوه ډله ځانمرګو برید کړی د کندهار د ولایت د رسنیو د دفتر د وینا له مخې د ایساف یو عسکر په کې وژل شوي دی.

د ژړۍ ولسوالۍ امنیه قومندان معصوم خان وايي چي يوه ډله وسله وال ځانمرګو برید کونکو لمړۍ د ګډي پوځي قرار ګاه مخ ته د صرف موټر په وسیله قوي چاودنه وکړه او ترهغه وروسته پوځي اډې ته ننوتل.

ښاغلی معصوم خان زیاتوي چي د برید کونکو یوه یې ترې د پوځي اډې مخ ته ځان الوزولی دی.

خو د کندهار ولایت د رسنیو مرکز له خوا په یو خپورشوي بیان کې ویل شوي چې بریدکوونکي ۹ تنه وو چې د ايساف ځواکونو عسکرو په څیر ینفورم یې په تن وو.

دا بیان وایي چې په برید کې
د ايساف د ځواکونو يو عسکر وژل شوی او په دغه پیښه کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته د سر زيان نه دى اوښتې.

د ولسوالۍ امنیه قومندان وايي چي برید کونکې د لنډ وخت لپاره له امنیتي سرتیرو سره په نښته کې هم وو خو نښته د ورځې په نیمايي کې پای ته رسیدلې ده.


معصوم خان زیاته وي چي د پوخي قرار ګان چار چاپیر نړیوال ځواکونه په پلټنو بوخت دي .

د ایساف ځواکونو هم یوازي د پېښي پخلی کړی او نور جزیات يې ندي په ډاګه کړي.

‎‫ها خوا وسله والو طالبانو د برید مسئولیت منلی او نړیوالو ځواکونو ته يې د درنې مرګ ژوبلي د اړولو ادعا کړې .‬

‎‫د ژړۍ ولسوال جمال آغا وايي چي د نظامي قواوو یاده پوځي اډه د ولسوالۍ له تعمېر سره تر څنګ پرته ده.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG