د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ریاست د کاندیدانو لومړنۍ مناظره


د جمهوري ریاست د کاندیدانو لومړنۍ مناظره
د جمهوري ریاست د کاندیدانو لومړنۍ مناظره
د ۱۹۹۳کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ولاړو پنځو کاندیدانو تیره شپه د یوې تلویزیوني مناظرې له لارې خلکو ته خپلې طرحې، تګلارې او خپل کاري لومړیتوبونه وړاندې کړل.

دا مناظره چې د یو محلي تلویزیون طلوع له لارې بېګاه شپه په کابل کې په ژوندۍ بڼه خپره شوه، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ولاړو د ۱۱ کاندیدانو له ډلې پنځو کاندیدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي، ډاکټر عبدالله عبدالله، قیوم کرزي، جنرال عبدالرحیم وردک او ډاکټر زلمي رسول پکې برخه اخېستله.

د مناظرې پوښتنې، د امنیت په راوستو، له طالبانو سره په روغې جوړې، امنیتي تړون، د ښځو په حقوقو، ازادیو او ډیموکراسۍ نغښتې وې.

قیوم کرزي، ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر زلمي رسول له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کولو لپاره تیاري وښوده او دغه تړون یې د افغانستان لپاره اړین وباله.

له دو نورو کاندیدانو جنرال عبدالرحیم وردک او ډاکټر عبدالله عبدالله د امنیتي تړون په تړاوو پوښتنه و نه شوه.

قیوم کرزي
د مناظرې لومړۍ پوښتنه د امنیت په هکله له قیوم کرزي وشوه، هغه وویل د امنیت راوستو لپاره له فساد سره مبارزه مهمه ګڼي.

له قیوم کرزي څخه بله پوښتنه دا وه چې ایا طالبان د افغانستان دښمنان دي او که نه؟ قیوم کرزي وویل چې طالبان لکه د ښوونکو او بزګرانو په څېر په افغانستان کې یو قشر تشکیلوي او له هغو طالبانو سره به روغه کوي چې د جبر له لاسه طالبان شوي دي.

قیوم کرزي وویل ټیم یې یو متخصص ټیم دی.

ډاکټر عبدالله عبدالله
د ۱۹۹۳کال د جمهوري ریاست یو بل کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله وویل په افغانستان کې امنیت راوستل کورنی او بهرنی ابعاد لري چې د هغه په وینا په کورني بعد کې سولې راوستو ته اړتیا ده او بهرني بعد کې فعالې ډیپلوماسۍ ته اړتیا شته.

عبدالله په سوله ټینګار وکړ، د نظام د بدلولو غوښتنه یې وکړه او وویل چې د اساسي قانون د غوښتنو له مخې به ریاستي نظام په صدارتي اړوي، خو د مناظرې په پای کې کله چې ددغه بحث د ګډونوالو نظر خپور شو یو یې هم د نظام د بدلون په پلوۍ رایه نه وه ورکړې.

ډاکټر عبدالله په قضاء کې د ښځینه قاضۍ د ونډې په تړاوو نېغ ځواب ور نه کړ ولې ویې ویل چې ښځې باید په ټولو چارو کې برخه ولري.

ډاکتر اشرف غني احمدزي
د جمهوري ریاست یو بل کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي د امنیت راوستو لپاره د سلسله مراتبو رامنځ ته کیدل، د اعلی سر قومندانۍ رامنځته کول، د ورځني او اونیز راپور اخېستل او له وطني طالبانو سره روغه یې مهم وگڼل.

ښاغلي احمدزي وویل چې فکري طالبانو سره باید خبرې وشي، هغه په نظام کې دننه د مستقلو ادارو شتون یاد کړل چې د اداره امور په نوم اداري تشکیلات به له منځه وړي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي له فساد سره د مبارزې لپاره د کورونو او د خلکو د میشت کولو لارې چارې موثرې وګڼلې، تحقیقي ژورنالیزم ته پاملرنه یې د فساد په افشاء کولو کې د یوي مهي وسیلي په توګه یاده کړه او ترې یې ملاتړ وښود.

د جمهوري ریاست د پنځو تنو کاندیدانو ترمنځ لومړنۍ مناظره
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

احمدزي وویل له ښځو سره د تاوتریخوالو د منعې قانون به تصویبوي. هغه د کرکټ او فوټبال په برخو کې د افغانستان لاسته راوړنو ته په اشاري وویل چې که قوي اراده او ملي وحدت موجوده وي نو په سیاست او حکومتولۍ کې هم لاسته راوړنې لرلی شو.

ډاکټر اشرف غني احمدزي وویل د ټیم شعار یې تحول او تداوم دی.

ډاکټر زلمي رسول
د جمهوري ریاست بل کاندید ډاکټر زلمي رسول بیا د امنیت د راوستو لپاره سوله اړینه وګڼله، د بیان د ازادۍ نه یې ملاتړ خپل کاري لومړیتوب یاد کړ.

هغه وویل چې د ښځو د حقوقو لپاره به کار کوي او زیاته یې کړه چې عملا یې په ټیم کې دوهمه مرستیاله هم ښځه ده. زلمي رسول وویل چې په کابینه کې به شل فیصده څوکۍ ښځو ته بیلې کړي.

جنرال عبدالرحیم وردک
ښاغلی وردک بیا د ملي اردو د تجهیز، تمویل او په روزنې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هوائي ځواک باید جوړ شي. له طالبانو سره سوله یې اړینه وبلله، وې ویل چې د دایمي امنیت لپاره قوي پوځ ته اړتیا ده.

عبدالرحیم وردک وویل چې ملي پوځ باید د سیاسي موقف له نظره ناپیلی وي.

عامو خلکو چې دغه مناظره یې لیدلې وايي، خوښ دي چې د کاندیدانو له پلانونو خبر شي.

د خلکو غبرگونونه
جوهر حیدري چې د مکروریانو اوسېدونکی دی، وايي دا ځل ټاکنې خورا مهمې دي او خلک د تغییر غوښتونکي دي، نو خوښ دی چې د کاندیدانو پلانونه واوري.

د مناظرې په تالار کې ګډونوالو پنځه شپېته فیصده د امنیت راوستل د راتکونکې حکومت لپاره مهم و ګڼل او ورپسي نورو ښه حکومتولي او سوله د راتکونکې حکومت په مخ کې د مهمو چارو په توکه یاد کړل.

دا لومړنۍ مناظره وه او ټاکل شوي چې د انتخاباتو تر وخته د کاندیدانو ترمنڅځ نوري تلویزیوني مناظرې هم ترسره شی.

د انتخاباتي مبارزې څیړونکي
د ټاکنیزو مبارزو محور د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي تړون په موضوع څرخي چې پر اساس به یې د روان کال په پای کې د ناټو د ماموریت تر ختمېدو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او د مشورې په موخه د څو زرو امریکایي سرتېرو شتون ته لاره حواره شي.

هر هغه څوک چې د راتلونکي جمهور رئیس په توگه واک ترلاسه کړي، تر ټولو ستر ازمون چې هغه به ورسره مخامخ وي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ددې هېواد امنیتي وضعیت دی چې همدا د ولس ستره اندیښنه هم ده.
XS
SM
MD
LG