د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ خبرې به نتیجه ورکړي؟


د پاکستاني حکومت او طالبانو لخوا د ټاکل شوو استازو ترمنځ په پاکستان کې خبرې شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت غړی، سراج الحق، چې د پاکستاني طالبانو لخوا د حکومت سره د خبرو لپاره ټاکل شوی دی، وايي چې خبرې اترې د پاکستان د ټولو خلکو لپاره مهم دي.

ښاغلی سراج الحق وايي چې په پاکستان کې د شرعي قانون د نافذیدل یواځې د طالبانو غوښتنه نه ده بلکه په پاکستان کې په وار وار د شریعت د نفاذولو دپاره تحریکونه جوړ شویدي او مبارزې شوې دي.

خو د پاکستان د حکومت له لوري د غوره شوی هیئت غړی، رستم شاه مومند وایي، د پاکستانی طالبانو د شرطونو په باره کی د حکومت ځوابونه معلوم دي.

رستم شاه مومند وایي د قبایلی علاقو نه د پاکستاني عسکرو د وتلو او په پاکستان کی شرعي نظام د جاري کیدو په هکله د حکومت ځواب څرگند دی. هغه وایي د پاکستان د طالبانو د تحریک سره مخکې نهه لوزنامې شویدي، خو په یوه لوزنامه کی هم د شریعت ذکر نه شته.

د سراج الحق او رستم شاه مومند سره د زیبا خادم د مرکو په اساس جوړ شوی راپور دلته واورئ.

مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG