د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو څارونکي، د ټاکنو کمیسیون سره لږ ثبت شوي دي


ارشیف
ارشیف
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، تر نننه نېږدې اتلس سوه څارونکو له دغه کمیسیون نه د ټاکنو د څارنې لپاره د فعالیت پاڼې اخېستي او مجوز یې ترلاسه کړی دی.

ددغو څارونکو ترڅنګ شاوخوا یو سلو اویا بنسټونو د ۲۰۱۴ میلادي کال د اپریل د میاشتې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو له ټاکنو نه د څارنې په هدف د فعالیت جوازونه هم اخېستي او د څارنې تیاری یې کمیسیون ته څرګند کړی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور امریکا غږ ته وویل، چې تر نننه د ثبت شویو څارونکو شمېر ۱۷۶۹ ته رسیږي، له دې ډلې ۵۱۰ مېرمنې او ۱۲۷۹ بیا نارینه څارونکي دي.

نور محمد نور اشنا راډيو ته وویل :

‪"‬کله چې مونږ د ټاکنو بنسټونو ته د رايي ورکولو د مراکزو او محلونو لست وسپارو نو دوی به بیا مونږ ته د خپلو څارونکو شمېر راکړي او کارتونه به ورکړو.‪"‬

پداسې حال کې چې د افغانستان د حمل د میاشتې ټاکنو ته له دوو میاشتو لږ وخت پاتې دی، د ټاکنو ماهرین وايي، د څارونکو د لږ شمېر ثبت دا اندېښنه پیدا کړې ده چې زیاته علاقمندي وجود نه لري.

د ټاکنو کمیسیون نن چهارشنبه په کابل کې د مدني ټولنو له استازو سره ناسته درلوده او له هغوی یې وغوښتل چې د څارنې په برخه کې خپل شتون پراخ کړي.

د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء مشر ضیاء الحق امرخېل له مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو، بهرنیو او کورنیو بنسټونو چې د ټاکنو په برخه کې فعال دي وغوښتل چې د حمل د میاشتې له ټاکنو کلکه څارنه وکړي او دغه څارنه یوازې د ولایتونو په مراکزو پورې تړلې نه وي بلکې ولسوالیو ته هم وغځيږي.

د ټاکنو کمیسیون تمه لري چې درې سوه زره ناظرین به د حمل د میاشتې له ټاکنو څارنه وکړي.

د ۲۰۰۹ میلادي کال په ټاکنو کې یو سلو پنځوس زره ناظرینو د ټاکنو له پروسې څارنه کړې وه، خو بیا هم پدغو ټاکنو کې د درغلیو ادعاووې زیاتې وي.

د سږ کال له ټاکنو نه د څارنې په موخه د ټاکنو کمیسیون وايي، زیار باسي ترڅو ډېری لوري له پروسې دقیقه څارنه وکړي چې د ټاکنو پايلې ټولو غاړو ته د منلو وي
XS
SM
MD
LG